Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د پښتورګو ملي روغتون ډاکترانو د کاربنديز ګواښ کړی

د ننګرهار د پښتورګو ملي روغتون ډاکترانو د کاربنديز ګواښ کړی

author avatar
2 Nov 2020 - 15:45
د ننګرهار د پښتورګو ملي روغتون ډاکترانو د کاربنديز ګواښ کړی
author avatar
2 Nov 2020 - 15:45

جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): ننګرهار کې د نښتر په نوم د پښتورګو ملي روغتون ډاکتران وايي، له تېرو لسو مياشتو راهيسې له ځینو ستونزو سره مخ دي خو تر اوسه یې د حل په اړه نه د روغتون مسوولينو او نه هم د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکو اقدام کړى دى.

دوی وايي، لس مياشتې کېږي د حق الخطر پيسې نه دي ورکړل شوې، په اوونۍ کې تر ۴۰ ساعته ډېر کار کوي خو د اضافه کارۍ پيسې نه ورکول کېږي. دغه راز دا څلورم کال دی چې معاشونه یې هم په ځنډ ورکول کېږي.

یاد روغتياپالان په ورته وخت کې د درملو، روغتيايي وسايلو، ماشين الاتو او نورو ستونزو په اړه هم وغږېدل چې په خبره يې ناروغان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر ناروغانو او ناروغ لرونکو هم د پښتورګو په ملي روغتون کې د امکاناتو له کمښته شکايت وکړ.

د دغه روغتون کاري پرسونل نن (د لړم ۱۲مه) د روغتون په انګړ کې د يوې اعتراضيه ناستې پر مهال ګواښ وکړ که يې ستونزې حل نه شي نو دوی به کاري اعتصاب پيل کړي.

د دوی له ډلې ډاکترعبدالله وويل، په قرارداد کې ورسره د حق الخطر پيسو د ورکړې ژمنه شوې، دغه راز د هموډياليز پروژې مشر هم ورته ډاډ ورکړی خو دا لسمه مياشت ده چې دوی ته يې حق نه ورکول کېږي.

د سيدالغني سادات په نوم د دغه روغتون بل ډاکټر وايي، نورو ولايتونو کې د همدې پروژې کارمندانو ته د حق الخطر پيسې ورکول کېږي خو له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي او حق يې خوړل کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ اوس يوازې دوه ډوله عادي معاينات کولی شو، نور د هېڅ ډول معايناتو چې د هيموډياليز ناروغانو لپاره اړين دي، نه کېږي او ناروغان مجبورېږي چې له روغتون بهر لاړ شي.))

دوی ګواښ وکړ که يې ستونزې وانه ورېدل شوې، نو په راتلونکو څو ورځو کې به دوی کاربنديز وکړي او وروسته رامنځته کېدونکې ستونزې به د چارواکو مسوولیت وي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی بخت الله وايي، د پښتورګو ناروغ دی او اوونۍ کې ورته دوه ځلې د وينې بدلولو اړتيا ده چې يو ځل ورکول کېږي او بل ځل بيا مجبور دی چې له بازاره ځان ته هر څه راوړي.

خو د نشتر په نوم د پښتورګو ملي روغتون مشر ډاکټر شېرمحمد مومند پژواک اژانس ته وويل، ۱۳۹۸ لمريز کال کې د دوی د معاشاتو سيستم له ريفورم سيستم څخه NTA سيستم ته اوښتی چې له مخې يې دغه ډاکټران د حق الخطر حق نه لري.

دی زياتوي: ((NTA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.