کابل (پژواک، ١٢لړم ٩٩): ځینو سرچینو ویلي چې یو شمېر بریدګر د کابل دولتي پوهنتون ته دننه شوي او د عیني شاهدانو په وینا، د برید کوونکو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده او د پېښې له ځایه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
په کابل پوهنتون کې یوې مسوولې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پوهنتون په انګړ کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د هغه په وینا، د دغه تعلیمي بنسټ امنیتي چارواکو دوی ته ویلي چې بریدګر پوهنتون ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړې ده.
د کابل پوهنتون یوه محصل هم پژواک ته وویل چې د پوهنتون چارواکو د لیلیې محصیلنو ته ویلي چې لیلیه پرېږدي او خوندي ځای ته لاړ شي.
د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د کابل پوهنتون په ساحه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي، پولیس د پېښې ځاى ته رسېدلي او په دې اړه به نور جزیيات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
په دې اړه به نور جزيیات وروسته په ډاګه شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP