ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: حکومت د نوماند وزیرانو د اسنادو په ارزونه کې همکاري نه ده کړې

ولسي جرګه: حکومت د نوماند وزیرانو د اسنادو په ارزونه کې همکاري نه ده کړې

author avatar
2 Nov 2020 - 16:25
ولسي جرګه: حکومت د نوماند وزیرانو د اسنادو په ارزونه کې همکاري نه ده کړې
author avatar
2 Nov 2020 - 16:25

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): ولسي جرګه حکومت تورنوي چې د نوماند وزیرانو د اسنادو په ارزونه کې همکاري نه کوي او وايي، تر راتلونکو دوو ورځو به د ټولو نوماند وزیرانو اسناد د دې جرګې له خوا بشپړ شي.

ولسمشر د نوي حکومت له جوړېدو شاوخوا اته میاشتې وروسته د تلې په ۳۰مه ۲۳ نوماند وزیران او د دوو عمومي ریاستونو نوماندان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کړل.

د ولسي جرګې اداري پلاوي مخکې ویلي وو چې د دې جرګې پنځه دایمي کمېسیونونو ته دنده ورکړل شوې چې تر راتلونکې یوې اوونۍ دې جرګې ته د معرفي شوو نوماند وزیرانو اسناد و ارزوي څو دوی ته فرصت ورکړل شي چې جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې او د باور رایې ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د یادې جرګې یو شمېر غړو حکومت تورن کړ چې د نوماند وزیرانو د اسنادو د ارزولو په برخه کې همکاري نه کوي.

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون مرستیال خالد اسد د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، دغه کمېسیون تېره اوونۍ حکومت په ځانګړې توګه عدلي او قضايي ارګانونو ته څو مکتوبونه لېږلي څو د نوماند وزیرانو د دوسیو په اړه معلومات ورکړي خو حکومت تر اوسه هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.

هغه له جزئیاتو پرته وویل: ((یو شمېر نوماند وزیران لویې دوسیې لري او باید د تحصیلي اسنادو پر ارزولو سربېره  د دوی دوسیې هم وڅېړي.))

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي محمد نسیم مدبر وویل، یو شمېر نوماند وزیران دوه تابعیته لري او د اصولو له مخې د تابعیت پرېښودل دوو کلونو وخت ته اړتیا لري او باید دوی ته د باور رایې ورنه کړل شي.

هغه وايي، حکومت د نوماند وزیرانو او عمومي ریاستونو د نوماندانو د اسنادو په ارزولو کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.

په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ضیاالدین ضیا هم وویل: ((د یو شمېر وزیرانو اسناد جعلي دي، که دوی رایو ته راوستل شي، زموږ او هغه کسانو ترمنځ توپیر به نه وي چې قانون یې تر پښو لاندې کړی دی.))

هغه د جرګې له غړو، په ځانګړې توګه له پنځو ځانګړو کمېسیونونو څخه چې د نوماند وزیرانو د اسنادو ارزونې مسوولیت لري، وغوښتل چې د نوماندانو اسناد او دوسیې په دقت وڅېړي او راپور یې له تالار سره شریک کړي، څو د جرګې غړي یې په اړه تصمیم ونیسي.

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ادعا وکړه چې په نوماند وزیرانو کې داسې کسان شته چې ښوونځی یې نه دی لوستی، تحصیلي اسناد یې جعلي دي او په پېښور کې یې جوړ کړي دي.

هغه د جرګې له غړو وغوښتل څو خپل وجدان قاضي کړي او هغو نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي چې اسناد لري او په محکمه کې کومه دوسیه ونه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.