Language

په ټول هیواد کې سه شنبه د ملي ماتم ورځ اعلان شوه

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹) :  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر کابل پوهنتون د برید له امله د سه شنبې په ورځ ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

دریو تنو وسله  والو بریدګرو نن سهار پر کابل پوهنتون برید کړی و، چې په ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغې تروریستي پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه سبا سه شنبه د لړم ۱۳مه ملي ماتم اعلانوي او په ټول هېواد او له هیواده بهر ټولو سیاسي نمایندګیو کې به د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پر مهال د هیواد والیانو ته لارښوونه وکړه چې سبا (سه شنبه) پر کابل پوهنتون د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر په ټول هیواد کې د غمشریکۍ مراسم ترسره کړي.

login or register a new account.