Language

خليلزاد د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره د تاوتريخوالي کمولو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٩) : امريکا وايي چې زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د لړم په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون پاکستان ته د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه او د استخباراتو ( اى ايس اى ) له مشر جنرال حميد سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، خليلزاد هغوى ته د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو او وضعيت په اړه معلومات ورکړل .

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دواړو لوريو پر دې هم بحث وکړ چې د نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره سم څه ډول د افغان جګړې ټولې خواوې تاوتريخوالى کم کړي، څو يو هر اړخيز اوربند ته لاره هواره شي.

د امريکا سفارت ويلي چې زلمي خليلزاد او جنرال باجوه په دې هم خبرې وکړې، چې څه ډول پاکستان د تاوتريخوالي په کمولو کې رول لوبولى شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دغه راز پر دې هم بحث وشو، چې د نړيوالې ټولنې په مرسته افغان لوري بايد خپلې خبرې اترې پيل کړي.

login or register a new account.