ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩٥ کسان پر کرونا اخته او درې یې له امله مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩٥ کسان پر کرونا اخته او درې یې له امله مړه شوي

author avatar
3 Nov 2020 - 14:06
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩٥ کسان پر کرونا اخته او درې یې له امله مړه شوي
author avatar
3 Nov 2020 - 14:06

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤١٧٢٨ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٣ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٥٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٩٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤١٧٢٨ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٧ په بلخ، ١٦ په تخار، ١٥ په کندهار، لس په بغلان، نهه په کابل، اته کندوز ، اووه په ننګرهار او درې په باميان ولايت کې پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د نويو مثبتو پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

هرات تر پلازمېنې کابل وروسته د کرونا د ډېرو مثبتو پېښو لرونکى ولايت دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۳٥٥ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله درې کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٤٤ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې په هېواد کې د کرونا دويم موج د رامنځته کېدو په حال کې دى، خو دوى يې پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره چمتووالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.