ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Nov 2020 - 15:26
کندوز کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Nov 2020 - 15:26

کندوز ښار (پژواک، ١٣ لړم ٩٩): په کندوز ولايت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ښځې وژل شوي او دوه ماشومان ټپيان شوي او په يوه بله پېښه کې د پاڅونوالو يو قوماندان وژل شوى دى.

د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د دغه ولايت د خان اباد ولسوالۍ په انداربيو سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

دى وايي چې د يادې مرمۍ د لګېدو له امله درې ښځې وژل شوي او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

مرادي تور پورې کوي چې د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې،په کندوز کې د پاڅونوالو يو قوماندان هم وژل شوى دى.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې وړمه شپه په خان اباد ولسوالۍ کې د پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې وه.

هغه وايي چې دې جګړه کې د پاڅونوالو قوماندان نجيب الله او يو ساتوونکى يې ټپيان شوي وو.

دى زياتوي چې قوماندان نجيب الله د ژورو ټپونو له امله نن په روغتون کې ساه ورکړه.

بل لورته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې نن هم د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د موټربم بريد له امله دوه سرتېري و وژل شول او اته نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.