کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٩) : د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي په قطر کې له ستر ديني عالم شيخ يوسف القرضاوي سره ليدلي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د لړم په ١٤مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایتالله بلیغ او محمد ناطقي په قطر کې د اسلامي نړۍ له ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، دوی د سولې، له امریکایانو سره د طالبانو د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته د افغانستان د شرایطو او په جګړه کې د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، شیخ یوسف القرضاوي وویل چې اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده.
هغه زياته کړه، چې د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي.
شیخ القرضاوي د افغانستان لپاره د سولې هیله وکړه او د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې د اعلامیې په تايید او هغې ته په اشارې سره یې ټولو لورو ته سپارښتنه وکړه چې له انعطاف څخه کار واخلي او د سولې لپاره ګام پورته کړي.
د يادونې ده، چې د طالبانو د سولې د مرکچي پلاوي غړو هم څه موده مخکې له شيخ قرضاوي سره ليدلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن