Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د جلغوزو حاصلات دوه نيم برابره ډېر شوي

ښرنه (پژواک، ١٤ لړم ٩٩): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې د تېرکال په پرتله د جلغوزو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله يې بيې ټيټې شوې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د زيړوک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال يې له جلغوز ښه حاصلات ترلاسه کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال دوى شاوخوا پنځوس منه جلغوزي ترلاسه کړي و، خو سږکال يې دغه کچه څه باندې سلو منو ته لوړه شوې ده.

خو دى وايي: ((د کرونا له لاسه له چين سره هوايي دهليز بند دى او ګاونډيو هېوادونو ته هم نه صادريږي، نو بيې يې بېخي را ټېټې شوې دي.))

همدارنګه د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي ميرزا پژواک ته وويل چې سږکال د دوى په ولسوالۍ کې هم د جلغوزو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

خو ده زياته کړه: ((هيڅ بازار نه لري، هم د جلغوزو خاوند او هم سوداګر دواړه له تاوان سره مخ دي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د دوى حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.

همدارنګه د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د جلغوزو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو نرخ يې په بېساري ډول را ټېټ شوى دى.

دى وايي چې تېرکال په دغه ولايت کې څه باندې لس زره ټنه جلغوزي توليد شوي و، خو سږکال يې کچه ٢٥ زره ټنو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د جلغوزو ترڅنګ د نورو سوداګريزو توکو د راکړې ورکړې کچه هم راټيټه شوې ده.

ده وويل، حکومت کوښښ کوي چې د جلغوزو ترڅنګ د هېواد ټولو توليداتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.

همدارنګه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني ياده ستونزه تاييد کړه او ويې ويل چې د جلغوزو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې جدي هلې ځلې کوي.

نوموړي پر خلکو سپارښتنه وکړه چې د جلغوزو د ونو او ځنګلونو په ساتلو کې پوره همکاري وکړي.

همدارنګه د پکتيکا د سوداګرۍ خونې د عامه اړيکو مسوول محمد ايوب کټوازي پژواک ته وويل چې پخوا به د دغه ولايت جلغوزي پاکستان ته صادرېدل، خو اوس پاکستان پرې لوړه ماليه وضع کړې، نو ځکه هلته هم نه صادريږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال په دغه ولايت کې يو کيلو جلغوزي تر څلور زرو افغانيو هم پلورل شوي، خو سږکال يې بيه نږدې دوه زره افغانۍ ده.

د يادونې ده چې د پکتيکا اورګون، سروبي، سرروضه، نکه، ګيان، اومنه، زيړوک او ګومل ولسوالۍ د جلغوزو پراخ ځنګلونه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.