ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: کندهار کې ۱۳۱ نور وسله وال وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي

چارواکي: کندهار کې ۱۳۱ نور وسله وال وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي

author avatar
4 Nov 2020 - 15:40
چارواکي: کندهار کې ۱۳۱ نور وسله وال وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي
author avatar
4 Nov 2020 - 15:40

کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۹): چارواکي وايي، د کندهار په ارغنداب، میوند، ژیړۍ، پنجوايي او معروف ولسواليو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هوايي او ځمکني عملیات شوي چې په پایله کې یې ۱۳۱ وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

دا د کندهار هغه ولسوالۍ دې چې په دې وروستیو کې سلګونه طالبان ورته راغلي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړې ده.

په یاد شوو ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو د عملیاتو په اړه د کندهار د نظامي شورا له خوا یوه خبرپاڼه هم خپره شوې چې ملي امنیت ریاست، امنیه قومانداني، ۲۰۵ اتل قول اردو او ولایت مقام په کې شامل دي.

په دې خبرپاڼه کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او د هغوی د بریدونو د شنډولو یادونه شوې ده.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ګډو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت د میوند او معروف ولسوالیو په ګډون د پنجوايي په تلوکان، موشان، دواب، د ژیړۍ په پاشمول، د ارغنداب خواجه ملک، شاه اغا دوراهي، شاتورې او چهار باغ سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.

دی وايي، په دغو عملیاتو کې ۱۳۱ وسله وال وژل شوي، ۴۰ یې ټپیان شوي او دغه راز د هغوی ۴ موټر، ۲۳ موټرسایکلونه، ۷۰ میله بېلابېلې وسلې او ۵ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې د ارغنداب ولسوالۍ د شاتورو سیمه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې ده او د پاتې سیمو د تصفیې لپاره عملیات دوام لري.

نوموړی زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

له هغه وروسته چې وسله والو په هلمند کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې درنه جګړه پیل کړه، هم مهاله سلګونه طالبان لومړی میوند، ژیړۍ، پنجوايي او بیا ارغنداب ولسوالیو ته راغلل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه چې په ځینو سیمو کې یې د امنیتي ځواکونو پوستې هم ونیولې.

وسله والو طالبانو داسې مهال په دغو ولسوالیو او په ځانګړې توګه په ارغنداب ولسوالۍ کې جګړه پیل کړه چې خلک د انارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت وو.

د جګړې له امله د دې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې د انارو باغونه همداسې پاتې شوي او زرګونه کورنۍ د سر ساتلو په موخه ښار او نورو سیمو ته کډوالې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.