ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې چاودنې ١٩ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بلخ کې چاودنې ١٩ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
5 Nov 2020 - 15:49
بلخ کې چاودنې ١٩ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
5 Nov 2020 - 15:49

مزارشريف (پژواک، ۱۵ لړم ۹۹): د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان نظرګل خان چاودنه شوې چې له امله يې درې کسان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د لړم په ١٥مه، پژواک ته وويل، چې د سيمييزو پاڅونوالو قوماندان نظر ګل پر قرارګاه دوه پرله پسې چاودنې شوې چې له امله يې ۳ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې د قوماندان نظرګل یو زوی او په ټپيانو کې خپله قوماندان شامل دي.

د فرهاد په وينا، نور وژل شوي او ټپيان ټول د قوماندان نظرګل اړوند ولسي پاڅون کوونکي دي.

د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه چاودنه نن (د لړم ١٥مه) غرمه مهال د کرني سای په سيمه کې د هغه په قرارګاه کې شوې ده.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي احمد ولي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځته شوې چې په پايله کې يې د قوماندان نظرګل يو زوی او يو ساتونکی وژل شوي او خپله د قوماندان په ګډون ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې ټپيان ټول د قوماندان نظرګل اړوند وسله وال دي چې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم په شولګر ولسوالۍ کې فعاليت کوي.

د شولګر ولسوالۍ امنیه قوماندان سید عارف اقبالي تایید کړه چې چاودنه د نظرګل قوماندان پر قرارګاه شوې خو نور معلومات يې ورنه کړل.

د دې چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.