ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو خپل ۴۵۰ هاموې موټر، ٨٠ ميليونه مرمۍ او نور تجهيزات افغانستان ته وسپارل

ناټو خپل ۴۵۰ هاموې موټر، ٨٠ ميليونه مرمۍ او نور تجهيزات افغانستان ته وسپارل

author avatar
5 Nov 2020 - 18:19
ناټو خپل ۴۵۰ هاموې موټر، ٨٠ ميليونه مرمۍ او نور تجهيزات افغانستان ته وسپارل
author avatar
5 Nov 2020 - 18:19

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې ناټو ځواکونو ورته سلګونه پوځي موټر، ٨٠ ميليونه مرمۍ او نور تجهيزات وسپارل.

د ملي دفاع وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل د لړم په ١٥مه په خپله فېسبوک پاڼه کې د دغو وسايلو د عکسونو خپرولو ترڅنګ ويلي چې دا وسايل د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د سيسټيکا (CSTC-A) ادارې له خوا نن په کابل او کندهار کې ور وسپارل شول.

هغه زياته کړه چې په دغو وسايلو کې ٤٥٠ نوي هاموې پوځي موټر، ٨٠ ميليونه بېلابېل ډول مرمۍ، دوربينونه او نور تجهيزات شامل دي.

د مياخېل په وينا، په کندهار کې پر سپارل شوو وسايلو به ۲۰۵، ۲۰۸ او ۲۱۵ قول اردوګانې اکمال شي.

دى وايي، د ملي دفاع وزارت اوس د دې ظرفیت لري چې هاموې او نور وسایط په خپله ترمیم کړي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال ويلي چې نن سهار د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د ملي دفاع وزارت مشرتابه، د قول اردو قوماندانانو او د هېواد د امنیتي ادارو له مشرانو سره د VTC له خوا مجلس درلود چې د امنیتي ارزونې ترڅنګ د قول اردوګانو قوماندانانو یادونه وکړه چې دوی د اکمالاتو، تجهیزاتو او اعاشوي موادو د اکمال په هکله هېڅ ستونزه نه لري.

د يادونې ده، له دې مخکې په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شوي وو چې ګواکې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته پوځي وسايل پاکستان ته ورکوي.

له دغو اوازو وروسته د افغانستان مشرانو جرګې او ولسي جرګې په خپلو ناستو کې له ناټو ځواکونو وغوښتل چې یاد وسايل افغانستان ته وسپاري.

خبر او ايډېټ: جاوېد هميم کاکړ

اندړ

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.