ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکا ټاکنې، د رایو شمیرنه روانه ده، خو بایډن لا هم مخکې دی

دامریکا ټاکنې، د رایو شمیرنه روانه ده، خو بایډن لا هم مخکې دی

author avatar
6 Nov 2020 - 19:52
دامریکا ټاکنې، د رایو شمیرنه روانه ده، خو بایډن لا هم مخکې دی
author avatar
6 Nov 2020 - 19:52

کابل (پژواک،۱۶ لړم ٩٩):  دامریکا د ولسمشریزو ټاکنو د یو شمیر ولایتونو رایی اوس هم شمیرل کیږي، خو د  ولسمشر ټرمپ سیال جو بایډن مخکې روان دی.

د امريکا ولسمشرۍ ټاکنۍ د پخواني مرستیال ولسمشر جوبايډن او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ درې ورځې مخکې ترسره شوې خو د تمې خلاف يې د وروستيو پايلو اعلان ځنډېدلی دی.

د امريکا د ټاکنو د قوانينو له مخې، کوم کانديد چې له ٥٣٨ کالج رايو څخه ٢٧٠ ترلاسه کړې، هغه د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکى اعلانېږي، خو د راپورونو له مخې، بايډن ٢٦٣ او ټرمپ ٢١٤ رايې ګټلې دي.

ټرمپ د ټاکنو د پايلو په اړه لا له مخکې خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، په يو شمېر ولايتونو کې يې د رايو د بياشمېرنې د غوښتنې ترڅنګ يې ويلي چې ډېر ژر به سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

بلخوا امریکا غږ خبر ورکړی چې د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټلو ته په داسې حال کې نږدې شوی چې د جورجیا او پنسلوانیا په ایالتونو کې د ولسمشر‌ ډونالډ ټرمپ سبقت ورځ‌ تر بلې په کمیدو شوی.

سرچینې زیاته کړې، دا مهال د امریکا په څلورو ایالتونو کې د رایو شمیرل ادامه لري چې د همدغو ایالتونو رایې به د ټاکنو د ګټونکي‌ په ټاکلو کې غټ رول ولري.

بایډن د اریزونا او نوادا ایالت کې ولسشمر ټرمپ څخه ډیرې رایې لري او د پنسلوانیا په ایالت کې د ولسمشر ټرمپ مخکې والی تر ۱۸ زرو پورې ټیټ شوی.

همداراز تر دې دمه د جورجیا په ایالت کې  بایډن له ولسشمر ټرمپ څخه ۹۱۷ ډیرې رایې لري او لا هم د رایو شمیرنه دوام لري.‌

امریکا غږ ویلي، تر اوسه د امریکا په شپږو ایالتونو – الاسکا، اریزونا، نوادا، جورجیا، شمالي کارولینا او پنسلوانیا – کې د انتخاباتو نتیجې ندي بشپړې شوي.

الاسکا درې، اریزونا ۱۱، نوادا شپږ، جورجیا ۱۶، شمالي کارولینا ۱۵ او پنسلوانیا ۲۰ انتخاباتي رای لري.

جوبایډن د میشیګن ایالت شپاړلس انتخاباتي رایې وګټلې. له دغو رایو سره د بایډن ټولټال انتخاباتي رایې ۲۵۳ شوې. د بایډن سیال او د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ انتخاباتي رایې ۲۱۳ دي. هر کاندید چې له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي، د امریکا ولسمشر کیږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.