Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: ارغنداب ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه شوه

 کندهار (پژواک، ۱۶ لړم ۹۹): چارواکي وايي، له څو ورځنیو عملیاتو وروسته یې ارغنداب ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه کړې او اوسمهال امنیتي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو په کشفولو او شنډولو بوخت دي.

د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان جنرال نیاز محمد مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عملیات پای ته رسېدلي او دغه ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه شوه.

دی وايي، دا چې وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو او باغونو کې پټ شوي وو نو ځکه عملیات ورو او په تاکتیکي ډول تر سره شول څو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.

د ده په خبره، په تر سره شوو عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي او پاتې یې تېښتې ته اړ شوي دي. نوموړی د جګړې له امله د ارغنداب ولسوالۍ پر بې ځایه شوو کورنیو غږ کوي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان هم وايي چې ارغنداب ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه شوې ده. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ارغنداب په عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي او هغه چې پاتې وو نن په ۱۲ موټرونو او ۱۴ موټر سایکلونو د خاکرېز ولسوالۍ پر لور روان وو چې هوايي ځواکونو په نښه کړل.

دی وايي، په دغه هوايي برید کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي. امنیه قوماندان خبر ورکوي چې ډېر ژر به ژیړۍ او پنجوايي ولسوالۍ هم له وسله والو طالبانو پاکې شي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له هغه وروسته چې وسله والو په هلمند کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې درنه جګړه پیل کړه، هم مهاله سلګونه طالبان لومړی میوند، ژیړۍ، پنجوايي او بیا ارغنداب ولسوالیو ته راغلل او دلته یې هم له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه. که څه هم چارواکو ارغنداب ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه اعلان کړه خو په میوند، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې لا هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي. د دغو جګړو له امله شاوخوا ۷ زره کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي چې ۱۵۰۰ کورنۍ پکې یوازې د ارغنداب ولسوالۍ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.