Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې تر اوسه له ٤٢ زرو ډېر کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۰۳۳ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٥٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۰۳۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٢ کسان په بلخ، لس په زابل، اووه په پکتيا، څلور په هلمند، درې په کندهار او دوه هم په ننګرهار ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د نويو مثبتو پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د اختصاصي موادو د نشتون له امله په تېرو څو ورځو کې د کرونا شکمنې پېښې نه دي ازمايل شوي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شپږ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۴۴۶ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٥٦ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.