ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا له افغان ځواکونو سره د ١٠٢ ميليونه ډالرو په ارزښت د پوځي وسايلو مرسته کوي

امريکا له افغان ځواکونو سره د ١٠٢ ميليونه ډالرو په ارزښت د پوځي وسايلو مرسته کوي

author avatar
7 Nov 2020 - 16:47
امريکا له افغان ځواکونو سره د ١٠٢ ميليونه ډالرو په ارزښت د پوځي وسايلو مرسته کوي
author avatar
7 Nov 2020 - 16:47

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٩) : په افغانستان کې امريکايي ځواکونه وايي چې هېواد يې سږ کال افغان ځواکونو ته د سلګونو پوځي موټرو ترڅنګ ١٠ چورلکې او څلور جنګي جيټ الوتکې ورکړې دي.

په کابل کې ددغو ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ٢٠٢٠ زېږديز کال له پيل راهيسې يې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو ته ١٣٨٣ هاموې پوځي موټر او ٥٥ جنګي ټانکونه ورکړي دي.

سرچينې دغه راز زياته کړې چې په دې موده کې يې ١٠ چورلکې او څلور اى ٢٩ ډوله جيټ جنګي الوتکې هم ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز سلګونه د شپې له خوا کاروونکې کامرې، پوځي مهمات، پوځي لباسونه، پوځي وسايل او تجهيزات، طبي وسايل او پوځي مرکزونه ورسپارلي دي.

امريکايي ځواکونو زياته کړې چې ددې کال په اوږدو کې يې د ٥٧٤ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي وسايل افغان حکومت ته سپارلي.

سرچينې ويلي : (( ډير ژر به د امريکا حکومت د ١٠٢ ميليونه ډالرو په ارزښت نور پوځي وسايل افغان حکومت ته وسپاري.))

د امريکايي ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا له خوا به له افغان ملي دفاعي ځواکونو سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي ځواکونو تېره اوونۍ سلګونه هماوې پوځي موټر او شاوخوا٨٠ ميليونه فيره بېلا بېل ډول مرمۍ د افغانستان ملي دفاع وزارت ته سپارلي وو.

د امريکا د ملي دفاع وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل د يادو مرستو ترلاسه کولو پر مهال وويل چې امريکا او ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

هغه له امريکا څخه د مننې ترڅنګ ويلي، چې دا پوځي وسايل به د افغانانو د امنيت خوندي کولو کې ګټور تمام شي.

په افغانستان کې د امنيتي مسووليت انتقال د ګډې قوماندانۍ قوماندان ډګر جنرال جان ډيډريک د يادو وسايلو د سپارلو پر مهال ويلي و چې د افغانستان د اوږد مهاله ثبات او امنيت لپاره د افغان ځواکونو ساتنه مهمه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.