کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹) : د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د پاکستان دیني مدرسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او نا امنیو اصلی عاملین دي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر او د جمعیت علماء اسلام ګوند د پخواني مشر مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق د پيښور یوې مدرسې کې د وینا پر مهال ویلي، چې طالبانو امریکا ته ماتې ورکړه اوس دې افغان حکومت هم طالبانو ته تسلیم شي.
هغه یو ځل بیا په افغانستان کې پر جهاد د ټینګار ترڅنګ ویلي ، چې طالبان د پاکستان د لویدیځو سرحدونو ساتونکي دي.
د افغانستان حکومت د نوموړي ددې څرګندونو پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی دی، د پرون د حج او اوقافو وزارت د ملا حامد الحق څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې ماشومانه وبللې.
بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د پاکستان دینې مدرسې د افغانستان په جګړه او تاوتریخوالي کې مهم رول لري او دا مدرسې د افغانستان د نظام خلاف ناوړه تبلیغ کوي.
هغه زیاته کړې: « له پاکستانیانو ډيرې خبرې اورو چې وایي د افغان سوله کې مثبت رول لوبوو ، خو چې په عمل کې یې ګورو ددغه هیواد یو شمیر ملایان چې خلک ورته د طالبانو معنوي پلاران هم وایي، د افغانستان د خلکو او نظام پر ضد څرګندونې کوي ، دوی د سخت دریځۍ او ورانکارۍ لپاره تبلیغ کوي او دا کړنې یې د نړیوالو اصولو خلاف دي. »
صدیقي وایي، افغانستان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دا ډول مدرسو مخه ونیسي ځکه چې دا مدرسې په افغانستان کې د ویجاړیو، تاوتریخوالي او سخت دریخۍ اصلي عاملین دي.
د ولسمشر ویاند ویلي، افغانستان تر اوسه د پاکستان له لوري د سولې او تاوتریخوالي کمولو په تړاو عملي اقدامات نه دي لیدلي .
نوموړي په پاکستان کې د دا ډول مدرسو پر شتون اندیښنه څرګنده کړه چې د افغانستان پر ضد ناوړه تبلیغات کوي.
صدیقي د پاکستان له حکومت څه وغوښتل چې د دا ډول مدرسو مخه ونیسي.
بلخوا دننګرهار ولایت د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت هم د ملا حامد الحق یادې څرګندونې چې د افغانستان جګړه یې روا بللې، په کلکه غندلي دي.
نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي : " دوی په داسې حال کې افغانستان کې جهاد روا بولي چې، د پاکستان رسمي ژبه اوس هم انګلیسې ده او هلته لسګونه د بد اخلاقۍ مرکزونه عال دي، او حکومت له دې مرکزونو ټیکس اخلي. "
احمد علي زیاته کړه، چې ملا حامد الحق د هغه پوځ ننګه او ملاتړ کوي چې په اسلام اباد کې یې لعل جومات شهید کړ ، په بېلابېلو سیمو کې یې زرګونه بېګناه پښتانه، په وزیرستان، سوات، باجوړ،خېبر ایجنسۍ او په ځینو نورو سیمو کې یې خلک ووژل ، بې کوره کړل او زرګونه لاهم لادرکه دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP