ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په بلخ او بدخشان کې ۳۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي: په بلخ او بدخشان کې ۳۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 Nov 2020 - 11:35
چارواکي: په بلخ او بدخشان کې ۳۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
7 Nov 2020 - 11:35

مزارشریف/ فیض اباد (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): امنیتي سرچینې وایي چې په بدخشان او بلخ ولایتونو کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو پرون مازدیکر د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په اسپخواه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

نوموړی وایي، د دواړو خواوو ترمنځ په دې نښته کې د یوه سرګروپ په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د شهر بزرګ ولسوالۍ لپاره محمد اسلم د محمد ابرار زوی د طالبانو د یوه مهم سرګروپ په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او تر لسګو ډېر  ټپیان شوي دي.»

د یوه بل خبر له مخې، ملي دفاع وزارت په بلخ ولایت کې د ۲۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د بلخ د زارع ولسوالۍ د مرکز اړوند په «تپه سوخته» کلي او «چهار سو» بازار کې پر طالبانو د دوو هوایي بریدونو او دفاعي ځواکونو سره د جګړې په پایله کې ۲۱ طالبان وژل شوي او د دوی د راټوږلېدو دوه ځایونه او وسلې یې له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو د دغو دواړو بریدونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.