ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د ټينګښت لپاره دې له قومي تړونونو کار واخيستل شي

د سولې د ټينګښت لپاره دې له قومي تړونونو کار واخيستل شي

author avatar
8 Nov 2020 - 18:02
د سولې د ټينګښت لپاره دې له قومي تړونونو کار واخيستل شي
author avatar
8 Nov 2020 - 18:02

ګردېز (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د سوېل ختيځ زون قومي مشران په هېواد کې د ناامنيو پر زياتېدو کلکه نيوکه کوي او وايي چې د روان ناوړه حالت د ژر کابو کولو لپاره دې له بېلابېلو لارو کار واخيستل شي.

دوی په ګردېز کې په يوه خپلمنځي غونډه کې وويل چې دولت دې د روان اخ و ډب د کنټرول لپاره له قومي لارو، چارو او تړونونو کار واخلي.

د لويې پکتيا قومي مشر جنت خان منګل وويل چې هر قوم دې د خپلې سيمې د امن او ثبات لپاره لومړی خپلمنځي او بيا له نورو قومونو سره ناستې او پرېکړې وکړي.

منګل وايي:((ټول دې خپلو قومونو ته ولاړ شي، له خپلو مشرانو او کشرانو سره دې بحث او خبرې وکړي او دې ناورين ته، چې هره ورځ يې د سر په سترګو وينو، د پای ټکی کېږدي.))

 قومي مشر خاواني جهاني وويل چې خلک له روان حالت څخه خورا په تنګ شوي او که دولت په دې اړه کوټلي ګامونه وانخلي، ښايي حالت نور هم ناوړه خوا ته ولاړ شي.
جهاني د دولت په داخل کې اصلاحات او د بېساري فساد مخنیوی اړين بولي او زياتوي چې ځينې کړۍ په قصدي ډول د حالت خرابي او بدنامۍ لپاره ناوړه کړنې کوي، چې بايد مخه يې ونيول شي.

نوموړی وايي:((موږ به د سولې له قطر پروسې هم ملاتړ کوو او د لويې پکتيا خپل حقونه هم غواړو، تر څو د افغانستان په دې سرنوشت سازه مرحله کې دا ولايتونه او زموږ هغه مسلکي قومي مشران سهم واخلي، چې په جرګو او د ولس او هېواد په ګټو پوهيږي.))

 د خوست ولايت قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ د سولې خبرو پر اوږدېدو نيوکه کوي او وايي چې د وخت ضايع کولو پر ځای دې پر بديلو لارو کار وشي.

ځدراڼ وايي:((عزيزانو دومره تندر نه دی رالوېدلی، راځئ چې د لويې پکتيا په واضحو ټکو سره کېنو. څه غلطي چې په طالب کې وي، طالب ته به ووايو چې دا غلطي مکوه او که کومه غلطي حکومت کوي، حکومت ته به ووايو چې دا مکوه.))

 د لوګر قومي مشر حاجي سليم د سولې په پروسه کې د ځينو بهرنيو هېوادونو مغرضانه لاسوهنې او د بېلابېلو کړيو له خوا زهرجن تبليغات زيانمنوونکي بولي او ټينګار کوي چې د وسله والو طالبانو مشرتابه بايد په دې حساس وخت کې د هېوادوالو د اوربند او سولې غوښتنې ته درناوی وکړي.

سليم زياته کړه:((د پکتيا مشرانو ملک ستاسو دی، نظام ستاسو دی، وطن ستاسو دی، دواړه خواوې ستاسو دي. عمل ته اړتيا ده، اتفاق او دا مهم کار په خبرو نه کيږي.))

د پکتيا ولايتي اداره وايي، د هر هغه غږ او حرکت ملاتړ کوي، چې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرستندوي وي. که څه هم افغانان د غونډو، پرلتونو، لاريونونو او نورو لارو له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنې کوي، خو يادې ډلې تر اوسه د افغانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.