کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٩): ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا نوي منتخب ولسمشر جو بايډن او د هغه مرستيالې کماله حارس ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
بايډن مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په ولسمشرۍ ټاکنو کې په ماتې ورکولو سره د امريکا شپږ څلوېښتم ولسمشر وټاکل شو.
د امريکا د ټاکنو د قانون له مخې، له ٥٣٨ کالج رايو څخه چې هر کانديد ٢٧٠ رايې وګټي، نو د ټاکنو ګټونکى اعلانېږي، خو د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، جو بايډن تر اوسه ٢٧٩ رايې ګټلې دي.
ولسمشر اشرف غني په يوه پيغام کې بايډن او د هغه مرستيالې ته مبارکي ورکړې ده.
هغه زياته کړې چې افغانستان به له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د سولې هلو ځلو ته دوام ورکوي.
بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم جو بايډن او کماله حارس ته په ټاکنو کې د بريا له امله هغوی ته مبارکي ورکړې ده.
دغه راز د عمران خان، نريندرا مودي، د قطر امير، د برېتانيا لومړي وزير، د جرمني چانسلرې او د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو هم بايډن ته مبارکي ورکړې ده.
همدا راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم جوبايډن ته چې د امریکا د متحده ایالتونو په ټاکنو کې بريالی شو، مبارکي وویله.
حامد کرزي هیله مندي وښوده چې د امریکا متحدو ایالتونو د نوي حکومت سياست او له افغانستان سره يې اړيکې بايد د سولې او ثبات پر ټينګښت متمرکزې شي څو جګړه او د وينو تویېدنه پای ته ورسېږي او د افغانستان خلک په سوکالۍ کې ژوند وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن