ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ١٢٦ کسان پر کرونا اخته او شپږ یې له امله مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ١٢٦ کسان پر کرونا اخته او شپږ یې له امله مړه شوي

author avatar
8 Nov 2020 - 14:30
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ١٢٦ کسان پر کرونا اخته او شپږ یې له امله مړه شوي
author avatar
8 Nov 2020 - 14:30

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٢١٥٩ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٨ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٦٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٢١٥٩ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٥١ کسان په کابل، ٣٣ په بلخ، لس په تخار، نهه په غزني، اووه په پروان، پنځه په لوګر، درې په ننګرهار، درې په ميدان وردګو، دوه په کندهار، دوه په کندوز او يو هم په پنجشير ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۴٥٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله شپږ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٦٢ ته ورسېد.

د  دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د نويو مثبتو پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان په دغه ولايت کې د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې د اختصاصي موادو د نشتون له امله په تېرو څو ورځو کې د کرونا شکمنې پېښې نه دي ازمايل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.