غزني ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٩) : د غزني د والي وياند وايي چې ددغه ولايت د مرکز اړوند پر يوې سيمې د وسله والو د هاوان د يوې مرمۍ د لګېدو له امله ١٣ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده وويل چې دغه مرمۍ نن مازيګر د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د نو اباد په سيمه کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې لګېدلې ده .
هغه وايي چې د یادې توغول شوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله اووه کسان چې پنځه ماشومان او دوه یې ښځي دي وژل شوي او شپږ تنه نور چې څلور ماشومان او دوه نارینه دي ټپیان شوي دي.
دده په خبره، چې ټپیان د غزني په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د نوموړي په وينا چې دا لومړني معلومات دي او کېداى د مرګ ژوبلې په شمېر کې زياتوالى راشي.
د یادولو ده، دا لومړی ځل نه ده چې وسله وال پر دغې سيمې د هاوان مرمۍ توغوي، بلکې تر دې وړاندې هم څوځله داسې پېښې رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP