ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: طالبانو غزني کې سلګونه متره سړک اړولى دى

چارواکي: طالبانو غزني کې سلګونه متره سړک اړولى دى

author avatar
8 Nov 2020 - 15:31
چارواکي: طالبانو غزني کې سلګونه متره سړک اړولى دى
author avatar
8 Nov 2020 - 15:31

غزني ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٩): د غزني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني-پکتيکا پر لويه لار پنځه سوه متره سړک اړولى، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د اندړو سرپرست ولسوال حاجي محمد د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني-پکتيکا پر لويه لار د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه سوه متره سړک د بلدوزر په وسيله اړولى دى.

هغه وايي: ((پر دې لار خو اوس يواځې ملکي خلکو تګ راتګ کاوه خو طالبانو بيا هم سړک اړولى دى.))

ولسوال زياتوي چې د يادې لارې کنټرول دا مهال تر ډېره له طالبانو سره دى او بل څوک دغه کار نه شي کولاى.

همدارنګه د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د خاني بابا په سيمه کې سړک اړولى دى.

ده وويل: ((دوه ورځې وړاندې يې لوى بلدوزر راوړي و، نږدې دوه نيم کيلومتره سړک يې اړولى او موږ ته معلومه ده چې پر دې لار امنيتي ځواکونه تګ راتګ نه کوي.))

د همدې لارې يو تن موټر چلوونکي سميع الله پژواک ته وويل چې پخوا له غزني څخه پکتيکا ته په ٤٥ دقيقو کې رسېدل خو اوس درېيو ساعتونو کې هم نه رسيږي.

دى وايي: ((له کومې ورځې چې طالبانو دغه لار نيولې موټرو ته پر پوخ سړک د تګ اجازه نه ورکوي، ټول پر خامه لارو تګ راتګ کوو. خو اوس يې په خاني بابا کې د پوخ سړک ډېره برخه اړولې ده.))

په ورته وخت کې د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده هم وايي چې طالبانو د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيم کيلومتر پوخ سړک اړولى دى.

پژواک د اړول شوي پوخ سړک انځورنه هم ترلاسه کړي دي.

خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې کوم پوخ سړک نه دى اړولى.

د يادونې ده چې شاوخوا څلور کاله وړاندې وسله والو طالبانو پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ او له هغه وروسته يې د غزني-پکتيکا د لويې لارې کنټرول هم ترلاسه کړ او تر اوسه ورسره دى.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پر وسله والو طالبانو ادعا شوې وه چې په غزني، کندهار او هلمند ولايتونو کې يې پاخه سړکونه اړولي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.