ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان خلکو د جمهوريت د پايښت غوښتنه وکړه

د بغلان خلکو د جمهوريت د پايښت غوښتنه وکړه

author avatar
9 Nov 2020 - 15:51
د بغلان خلکو د جمهوريت د پايښت غوښتنه وکړه
author avatar
9 Nov 2020 - 15:51

پلخمري (پژواک، ١٩ لړم ٩٩): د بغلان ولايت لسګونو دیني عالمانو او یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې د سولې په اړه روانو خبرو کې د جمهوري نظام پر پایښت ټینګار وکړ.

دغه غونډه نن د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې جوړه شوې وه.

په ياده غونډه کې قومي مشر محمد هاشم کرم علي وویل چې افغانانو د خپل هېواد او هویت د ساتنې په موخه ډېرې قربانۍ ورکړې او دغه قربانۍ بايد بېځايه لاړې نه شي.

ده وویل، سوله اړتیا ده خو چې د افغانانو ملي ارزښتونو ته په کې په درنه سترګه وکتل شي او شته نظام چې د خلکو د غوښتنې پر اساس رامنځته شوی پایښت ومومي.

دغه راز ديني عالم مولوي عبدالقادر وویل، افغانان د نړۍ په کچه د ازادۍ او خپلواکۍ په هر تاریخي بدلون کې د قربانۍ ښکار شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

ده وویل چې حقیقي او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه د هر ‌ډول خبرو ملاتړ کوي خو په دې شرط چې په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې د پاى په معنا وي.

يو شمېر نورو قومي مشرانو او ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او د جمهوريت د پاېښت ملاتړ يې وکړ.

دغه راز د بغلان سرپرست والي ذبیح الله احساس هم وويل چې حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل او سولې ته د رسېدو لپاره ټولې هلې ځلې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د سولې ملي پروسې په سرته رسولو کې خلک هم بايد خپل رول ادا کړي او د جمهوريت د پايښت ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون په نورو ولايتونو کې د جمهوري نظام په ملاتړ غونډې شوي دي.

د يادونې ده، له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې اړوند خبرې پيل شوي چې حکومتي پلاوى د جمهوريت پر پاېښت ټينګار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.