ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تندر قول اردو قوماندان: وسله وال طالبان به په پوره ځواک وځپل شي

د تندر قول اردو قوماندان: وسله وال طالبان به په پوره ځواک وځپل شي

author avatar
9 Nov 2020 - 17:32
د تندر قول اردو قوماندان: وسله وال طالبان به په پوره ځواک وځپل شي
author avatar
9 Nov 2020 - 17:32

ګردېز (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): په سوېل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې جګړو ته زور ورکړى، نو تر دې وروسته به سخت وځپل شي.

بريد جنرال ميرويس ساپي نن د پکتيا ولايت د بېلابېلو چارواکو په شتون کې رسما د تندر قول اردو د قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

په دغه غونډه کې د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي نيوکه وکړه چې د جدي اړتيا سربېره لا هم يادې قول اردو ته هوايي ځواک نه دی ورکړل شوی او له دفاع وزارت څخه يې تندر قول اردو ته د ځانګړي هوايي ځواک ورکولو غوښتنه وکړه.

ځاځی وايي: ((د پکتيا په مربوطاتو کې پر ډېورنډ فرضي کرښه دوه لارې خلاصې دي، چې له بيا، بيا غوښتنو او آن د ولسمشر له ژمنې سره، سره خلاصې پاتې دي؛ د مخالفينو د تګ، راتګ لاره هم همدا ده.))

دغه راز د پکتيا والي محمدحليم فدايي وويل چې په هېواد کې روانه جګړه د هېواد او نړۍ د اسلامي هېوادونو په اجماع حرامه بلل شوې ده، خو وسله وال طالبان د پرديو د استخباراتي ګټو لپاره جګړه کوي.

فدايي وايي:((د طالبانو جګړه مطلق حرامه او پردۍ ده، پر دې اوس ماشوم هم پوهيږي او ووړ او زوړ هم، د دوی په اړه به تاريخ قضاوت وکړي.))

همدارنګه د تندر قول اردو نوي قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي ژمنه وکړه چې په پوره جديت او قاطعيت به دنده تر سره کوي او په دې برخه کې به د چا فرمایش ونه مني.

ساپي وويل: ((ټولو سربازانو او افسرانو ته وايم چې ترهګر مې ژوندى نه دی پکار، ژوند يې رانه ولئ. د هر سرتېري او افسر حق پوره ورکوم، مسووليت ادا کوم او له ټولو مسووليت غواړم. موږ او تاسې د دغه وطن ساتونکي يو او د ملت د اميد سترګې موږ ته دي.))

قوماندان زياته کړه چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې جګړو ته زور ورکړى، نو تر دې وروسته به سخت وځپل شي.

په سوېل ختيځ زون کې د پکتيا ترڅنګ خوست، لوګر، پکتيکا، غزني، ميدان وردګ او باميان ولايتونه د ۲۰۳ تندر قول اردو د نظامي مسووليت سيمې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.