ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پوليسو لپاره د کرونا ناروغۍ د درملنې روغتون جوړ شو

ننګرهار کې د پوليسو لپاره د کرونا ناروغۍ د درملنې روغتون جوړ شو

author avatar
10 Nov 2020 - 14:43
ننګرهار کې د پوليسو لپاره د کرونا ناروغۍ د درملنې روغتون جوړ شو
author avatar
10 Nov 2020 - 14:43

جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۹): ننګرهار کې د پوليسو لپاره د کرونا درملنې ځانګړی ۵۰ بستريز روغتون جوړ شو چې مسوولين وايي، د ټولو نظاميانو درملنه به په کې کيږي.

د کورنيو چارو وزارت استازي د لړم په ٢٠مه، ددې روغتون د پرانيستلوپرمهال ډاډ ورکړ چې دا ځانګړی روغتون به اوسمهال د کرونا درملنې لپاره ځانګړی وي، خو پلان کې ده چې د راتلونکي لپاره دا د ختيځ په کچه روغتيايي کمپليکس کړي چې د ټولو نظامي ناروغانو او د جګړې د ټپيانو درملنه به په کې ترسره کېږي.

دغه ځانګړی روغتون چې د ننګرهار اړوند د شهيد زړور زاهد د پوليسو په اکاډمۍ کې جوړ شوى، مسوولين يې وايي، د کرونا د عاجلو ناروغانو لپاره بېړنۍ خونه (ICO) هم په کې فعاله شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال رياض الله درمل چې د دغه روغتون د پرانيستې لپاره ننګرهار ته راغلی و، خبريالانو ته وويل، دا روغتون پنځوس بسترونه لري، لس يې د بېړنيو ناروغيو (ICO)، شل بسترونه د کرونا ناروغانو د درملنې او اوسېدو او شل نور بسترونه يې د هغو کسانو لپاره ځانګړي شوي چې دکرونا ناروغۍ په اړه يې شک وي.

هغه زياته کړه، د دغه روغتون امکانات ورته د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې UNDP په ګډون بېلابېلو ادارو او مرستندويه بنسټونو ورکړي چې په نظامي ډګر کې د هېواد په کچه د کرونا د نظامي ناروغانو د درملنې بې ساری مرکز دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په (ICO) واټ کې ۸ د مصنوعي ساه الې (وينټلاټورونه)،  ECG، د سپيشل منيټور په نوم د ناروغ د وضعيت ارزونې ماشينونه، سيکشن ماشينونه چې د ناروغ د افرازاتو د پاکوالي دنده لري او د مصنوعي ساه د توليد ماشينونه چې د اکسجن د خلاصېدو په وخت کې بېړنۍ مرسته کوي هم موجود دي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، د روغتون د جوړېدو يوه موخه دا هم ده چې سرتېري ډاډ تر لاسه کړي چې نظام او حکومت يې ملاتړی دی، تر شاه يې ولاړ دی او د ستونزو د حل لپاره يې اراده لري.

هغه زياته کړه: (( د شهيد زړور زاهد د پوليسو روزنيز مرکز کې د هېواد د هرې سيمې، هرې ژبې او هر قوم ځوانان د پوليسو ليکو ته د تګ لپاره زده کړې کوي چې دا د هېواد د خلکو يووالی څرګندوي او هيله يې وښوده چې همدا يووالی به يوه ورځ افغانان سولې ته رسوي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي وويل چې له دې روغتون څخه به نه يوازې پوليس ګټه اخلي، بلکې د ختيځو ولايتونو ټول نظاميان که په کرونا ناروغۍ اخته کېږي همدلته به يې درملنه کېږي.

هغه ډاډ ورکړ چې له دغه روغتونه به پوره څارنه کېږي او د وسايلو په ساتلو کې به يې له پوره پاملرنې او مسلکي توب کار اخيستل کېږي.

د ننګرهار امنيه قوماندان داغوښتنه هم وکړه چې که په زړور زاهد پوليسو اکاډمۍ کې د نرسنګ ځانګړی کورس هم جوړ شي نو په اوس وخت کې دغې برخې ته اړتيا ډېره ده چې ورسره به ستونزې حل شي.

د يادولو ده چې ننګرهار کې د کرونا د تجريد په نوم يو ملکي روغتون هم شته چې تېر کې يې له ملکي وګړو سربېره د نظاميانو درملنه هم کړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.