Language

ټرمپ د دفاع وزير مارک اسپير له دندې ګوښه کړ

کابل (پژواک، ٢٠ لړم٩٩) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستيو ورځو کې ددفاع وزير ماريک اسپير له دندې لرې کړى دى.

ټرمپ تېره شپه په ټويټر کې ليکلي، چې اسپير يې له دندې لرې کړى او د هغه د خدماتو ستاينه او مننه يې کړې ده.

نوموړي دغه راز ليکلي، چې د دفاع وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز ريیس کرسټوفر مېلر، به د دې وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي، خو له مشرانو جرګې يا سنا څخه به د باور رايه اخلي.

خو کتونکي وايي چې د ټرمپ د واکمنۍ په وروستيو کې له سنا څخه د يوه وزير د باور رايې اخيستل به ستونزمن کار وي.

یو شمېر امریکایي رسنیو په دې وروستيو کې خبر ورکړى و، چې د دفاع وزير مارک اسپير له ولسمشر ټرمپ سره پر يو شمېر موضوعاتو اختلافات لري.

سرچينو زياته کړې چې د امريکا د وروستيو لاريونونو پر مهال ټرمپ له اسپير غوښتي و، چې د هغوى پر ضد دې له پوځ څخه استفاده وشي، خو د دفاع وزير ورسره نه وه منلې.

دغه راز د افغانستان او عراق پر موضوعاتو هم د مارک اسپير او ولسمشرټرمپ ترمنځ اختلافات رامنځته شوي وو.

login or register a new account.