ښرنه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته د حقاني شبکې يو شمېر وسله والو پلان درلود چې د برمل ولسوالۍ په شرمت خېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمې بريد وکړي.
خو دى وايي، مخکې له دې هغوی دغه کار وکړي، امنيتي ځواکونو پرې بريد کړى چې په ترڅ کې يې د یادې شبکې څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې د حقاني شبکې يو ډاډسن موټر، يو ميل زيکو يو او یوه قرارګاه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
مومند زياتوي چې په ياده جګړه کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP