کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هلمند او کندهار ولايتونو په وروستيو جګړو کې د وسله والو طالبانو تر ٦٠ زيات مهم قوماندانان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې لومړى د هلمند ولايت په مرکز او يو شمېر نږدې ولسواليو کې بريدونه وکړل او بيا وروسته د کندهار ولايت پر ارغنداب، زېړۍ او پنجوايي ولسواليو يې بريدونه ترسره کړل.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت څو ورځې مخکې ويلي و چې د سلګونو وسله والو طالبانو په وژلو سره يې د طالبانو دا بريدونه او د ولايتونود مرکزونو د نيولو پلانونه شنډل کړل.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د لړم په ٢٥مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د هلمند ولايت په جګړو کې د لسګونو عادي وسله والو طالبانو په ګډون تر ٢٠ پورې يې مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې په کندهار ولايت کې بيا د وسله والو طالبانو تر ٤٠ پورې مهم قوماندانان وژل شوي دي.
د ارين په وينا، په هلمند ولايت کې د صادق د شبکې، د منتظره شبکې، د فضلي شبکې او د شفيق شبکې قوماندانان له منځه وړل شوي دي.
هغه د وژل شويو قوماندانانو د نومونو لېستونه هم خپاره کړل.
د کورنيو چارو وزارت وياند دغه راز وويل چې د هلمند او کندهار په جګړو کې ١٥٢ پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي.
طارق ارين په کندهار ولايت کې د وژل شويو طالب قوماندانانو په اړه وويل چې په دوى کې د يعقوب شبکې مشر مولوي منير، د ملابرادر د جبهې مشر، د منصور شبکې قوماندان ملا سيف الدين، د مجاهد شبکې قوماندان ملا سازالدين، د پاکستانيو طالبانو قوماندان قاري لبيب، د بصر د شبکې قوماندان ملا طالب، د ارغنداب د جګړې مسوول عبداللطيف، د ارغنداب د سرې قطعې قوماندان عبداللطيف، د جواد د شبکې قوماندان عيسى محمد، د غټ ماما شبکې قوماندان نورالله او د ميوند ولسوالۍ قوماندان عين الدين شامل دي.
د هغه په وينا، دغه راز په وژل شويو قوماندانانو کې د پهلوان شبکې قوماندان موسى، د ظواهري شبکې قوماندان عبدالوارث، د الفت شبکې قوماندان ملا عبدالله، د اغا جان شبکې مشر حمدالله او د پنجوايي نظامي مسوول ملا اغا هم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت د کندهار په جګړو کې د نورو طالب قوماندانانو نومونه هم په ډاګه کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن