Language

سناتوران: کابل ته د عمران خان سفر ښايي مثبتې پایلې ونه لري

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېرغړي په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د شکایت ترڅنګ، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر د مثبتو پایلو په اړه خوښ نه دي او ټینګار کوي چې پاکستان باید د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له ملاتړه لاس واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ د افغان حکومت په رسمي بلنه کابل ته راشي.

په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محی الدین منصف د دې جرګې په نننۍ ناسته کې افغانستان ته د عمران خان سفر ته په اشارې وویل چې د افغانستان حکومتي چارواکو په تېر کې پاکستان او پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفرونه درلودل،  خو د افغانستان پر وضعیت یې مثبت اغېز نه درلود او د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ لا هم د پاکستان له خوا ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرو څو پاکستان د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي، او د دولت پر وسله والو مخالفینو فشار راوړي څو د سولې له بهیر سره یو ځای شي.»

د هغه په ​​وینا، پاکستان یو اسلامي او د افغانستان ګاونډی هېواد دی او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په هغه هېواد کې هم د امنیت سبب کېږي او د امنیت د ټینګښت په صورت کې به د دواړو هېوادونو اقتصاد وده وکړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې درلودې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپله پالیسۍ له سره غور وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد عالم ایزدیار چې د جرګې د نن ورځې د ناستې مشري یې کوله، هم افغانستان ته د عمران خان د سفر په اړه وویل: «موږ د تګ او راتګ څو کلنه تجربه لرو، خو له بده مرغه د افغانستان پر وضعیت یې مثبت اغېز نه دلود، هیله لرو چې دا ځل د پاکستان حکومت د افغانستان په اړه لازم صداقت ولري او پر طالبانو لازم فشار راوړي.»

هغه زیاته کړه: «د پاکستان د حکومت له پرله پسې سفرونو او ژمنو سربېره، په افغانستان کې جګړه توده شوې او د دغه هېواد د وسله والو مخالفو ډلو له تمویله یې لا هم لاس نه دی اخیستی.»

هغه د عمران خان سفر ته په اشارې وویل: «هیله لرو چې د افغانستان د حکومت رهبري له پاکستاني چارواکو سره په صراحت خبرې وکړي او ټول مسایل د مېز پر سر واچول شي او هغه څه چې پاکستان یې غواړي، باید روښانه وي.»

ایزدیار هم د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست د بیاکتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، تر هغه چې پاکستان د افغان حکومت د مخالفینو له ملاتړ او تمویله لاس وا نه خلي، د افغانستان وضعیت به بدل نه شي.

د ایزدیار په وینا، د تاوتریخوالي دوام په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې هم پیل شوې، د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې دغو تاوتریخوالو د خلکو د سولې هیلې پر ناهیلیو اړولې دي.

هغه وایي: «د افغانستان حکومت باید په دې اړه پرېکړه وکړي؛ ځکه دوې میاشتې کېږي چې د مذاکراتو اجنډا ټاکل شوې او د راپورونو له مخې، د طالبانو پلاوی نه غواړي چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې وکړي.»

هغه نن د یادې جرګې په ناسته کې په ​​هېواد کې د ناامنیو زیاتوالي او د دولت د وسله والو مخالفینو بریدونو ته په اشارې وویل، له حکومته یې وغوښتل څو وضعیت ته په کتو پر خپله امنیتي او دفاعي ستراتیژۍ له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړه: «اوسني وضعیت له مختلفو اړخونو اندېښنې رامنځته کړې دي او دغه وضعیت حکومت د یوه مسوول په توګه تر پوښتنې لاندې راوستلی دی، په داسې شرایطو کې چې خلک په وینو کې ډوب دي، یو شمېر د چوکۍ او قدرت په فکر کې دي، باید مسوولانه عمل وشي او هغه چا چې مسوولیت یې پر غاړه اخیستی باید ځواب ورکوونکی وي.»

هغه وايي چې د حکومت د وروستيو اقداماتو په پایله کې په کابل کې وسله والې غلاوې او جنايي جرمونه کم شوي دي، خو "تروریستي او ځانمرګي" بریدونه لاهم دوام لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.