ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منظور پښتون : پښتون ژغورنې غورځنګ هیڅوک نه شي ختمولی

منظور پښتون : پښتون ژغورنې غورځنګ هیڅوک نه شي ختمولی

author avatar
15 Nov 2020 - 22:16
منظور پښتون : پښتون ژغورنې غورځنګ هیڅوک نه شي ختمولی
author avatar
15 Nov 2020 - 22:16

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وایي چې په لوی لاس وزیرستان یو ځل بیا نا امنه کیږي، خو دوی به ددغه کار مخنیوی کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میرانشاه کې یوې سترې ولسي غونډې ته کړې چې پکې د راپورونو له مخې، لسګونه زره کسانو برخه اخیستې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او ملاتړو په ټولنیزو شبکو کې ددې سترې غونډې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې لسګونه زره کسان لیدل کیږي او د (لر او بر یو افغان) شعارونه ورکول کیدل.

دې سترې غونډې ته د نورو مشرانو ترڅنګ د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او افراسیاب خټک ویناې وکړې او دپښتنو د حقوقو غوښتنه یې وکړه.

د غورځنګ مشر منظور پښتون وویل، خلکو ویل چې پي ټيم ختم شو، له منځه ولاړو، خو دا غورځنګ چیرته نه دی تللی او نه هم نادرکه شوی دی.

هغه زیاته کړه: (( غورځنګ بندول او له منځه وړلو لپاره باید تر قیامت انتظاره وویستل شی.))

نوموړي وویل چې یو ځل بیا په وزیرستان کې د ترور او هدفي وژنو لړۍ پیل شوې ده او ادعا یې وکړه، چې ځینې کړۍ غواړي په لوی لاس دا سیمه بیا نا امنه کړي.

پښتون غوښتنه وکړه، چې د وزیرستان د خړکمر په پېښه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړی شي او په سيمه کې دې د هر ډول بدامنۍ مخنيوي وشي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال د پاکستان پوځ په خړ کمرسیمه کې پر سوله ییزو لاریون کوونکو ډزې کړې وې او تر ۱۵ زیات کسان یې وژلي وو.

د پښتون ژغورځنې  غورځنګ مشر وویل منظور پښتون وویل، چې د هدفی وژنو مخه دې ونیول شي، نادرکه شوي خلک دې محکمو ته وړاندې کړظ شي او له قبایلي سیمو دې ماینونه راټول  کړی شي.

هغه په دې غونډه کې د پي ټي اېم د بنديوانو د خوشي کولو غوښتنه هم وکړه.

د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې دوی په وار وار له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دوی ته دې خپل حقونه ورکړل شي خو په خبره یې ریاست تر اوسه ورسره د انګرېزانو دورې سیاست روان ساتلی دی.

نوموړي له حکومت څخه د دغه غورځنګ پخوانیو غوښتنو ته په اشارې وویل چې دوی به تر هغو خپلې مبارزې ته دوام ورکړي څو چې حکومت ورته ټول حقونه نه وي ورکړي.

د غورځنګ مرکزي مشر محسن داوړ وويل چې په سيمه کې د نا امنیو جوړولو له ټولو دسیسو خبر دي خو پي ټي اېم به د خپلو حقونو لپاره پرامنې مبارزې ته ادامه ورکوي.

هغه د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار نیوکه وکړه، چې  په پاکستان کې یې د خپل نظام او حکومت پر ضد څرګندونې وکړې.

د غورځنګ مشرانو د خپلو خلکو لپاره د پیل کړې مبارزې پر دوام ټینګار کړی او له حکومته یې د پښتنو پر وړاندې د تشدد ختمولو غوښتنه کړې.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.