ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​تورخم کې يو ځل بيا د تازه مېوو سلګونه ډک موټر درول شوي

​تورخم کې يو ځل بيا د تازه مېوو سلګونه ډک موټر درول شوي

author avatar
15 Nov 2020 - 15:34
​تورخم کې يو ځل بيا د تازه مېوو سلګونه ډک موټر درول شوي
author avatar
15 Nov 2020 - 15:34

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د ننکرهار ولايت سوداګر او موټر چلوونکي وايي، په تورخم ښارګوټي کې له خوراکي او غير خوراکي توکو بار سلګونه لارۍ درول شوي چې ځیني یاد توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

موټر چلوونکي وايي، د انتظار قانوني وخت يې هم پوره کړی او نمبر يې رسېدلی خو هلته سرحدي پوليس او نور چارواکي هغو لاريو ته لومړيتوب ورکوي چې مسوولو چارواکو ته پيسې ورکړي.

د افغانستان له له خوا پاکستان ته د تورخم پر لاره ډېر لېږېدونکي توکي مېوې او سبزي ده چې ډېر ځنډ يې د خرابېدو لامل ګرځېدلی شي.

چارواکي که څه هم په تورخم کې د فساد موجوديت نه ردوي خو ټينګار کوي چې د يو منظم ميکانيزم په رامنځته کولو سره به دا ستونزه حل شي.

په تورخم ښارګوټي کې د سلګونه بار لاريو موټر چلوونکي وايي، په ورځو ورځو انتظار کوي چې نمبر ور ورسېږي خو د نمبر پر ور رسېدو سربېره بيا هم ورته زمينه نه برابرېږي چې له پيسو پرته په اسانۍ له دروازې واوړي.

د جليل په نوم يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل، تر هغه چې پوليسو ته پيسې ورنه کړل شي، د لارې بندېدو او ګڼې ګوڼې ډېروالی بهانه کوي.

هغه زياته کړه: ((پوليس راغلی د موټر پر سر يې ۲۵۰۰ افغانۍ غوښتې، بيا مو په ۱۵۰۰ افغانيو خبره جوړه کړه، د ۱۱ موټرو پيسې مو يو ځای ورکړې، بيا نه لاره بنده وه، نه بيروبار زيات و، خپله يې خوشي کړو.))

د نادر په نوم يو بل موټر چلوونکی وايي، هغوی چې واسطه او پيسې ولري، په عمومي سړک د تګ اجازه ورکول کېږي خو هغوی چې پيسې ورنه کړي په ورځو ورځو د ترانزيټ په تمځای کې درول ګېږي.

په ننګرهار کې سوداګر هم له دې موضوع شکايت لري او وايي، که دا ستونزه حل نه شي نو سوداګر به له زيان سره مخ شي.

د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې د مديره هيئت غړي زلمي اعظمي پژواک ته وويل، لويه ستونزه په تورخم ښارګوټي کې د سکېنر نشتوالی دی چې ګڼې ګوڼې او فساد دواړه ته يې لار پرانيستې ده.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی که څه هم د فساد موجوديت نه ردوي خو وايي، هڅه کېږي چې د يو منظم ميکانيزم پر رامنځته کولو دا ستونزه حل کړي.

دی وايي، ډېر کله په تورخم ښارګوټي کې پاکستاني مسوولين هم موټرو ته په يوه او بله پلمه د تګ اجازه نه ورکوي چې له امله يې د موټرو شمېر زياتېږي او ګډوډي رامنځته کېږي.

بلخوا د ترانسپورټ وزارت چارواکي وايي، په بندرونو کې د سکېنر ماشينونو له نصبولو سره به دا ستونزه حل شي.

د دغه وزارت تخنيکي او د پاليسۍ معين اکبر جان پولاد چې ننګرهار ته په سفر راغلی و، رسنيو ته وويل، په پلان کې ده چې د ترانسپورټ وزارت له لوري په ټولو بندرونو کې د سکن ماشينونه جوړ شي چې دا چاره به د موټرو په نمبر پيدا کېدو کې ځکه ګټور تمام شي چې هغه په هرو لسو دقيقو کې يو موټر ته د لېږد زمينه برابروي.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت هم زرګونه ډک او ټش غټ موتر تورخم کې ولاړ پاتې وو چې بيا د ننګرهار د والي او نورو مسوولينو په هڅو له تورخمه واړول شول.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل هغه مهال ويلي وو چې ستونزه له ډيورنډ پولې پورې غاړې ته ده او پاکستاني مسوولين پنځه ځايه سوداګريز موټر چيک کوي چې له امله يې ځنډ او خنډ رامنځته کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.