ایبک (پژواک، ۲۸ لړم ۹۹): د سمنګان پولیسو یو ځانمرګی چې په دغه ولایت کې یې د برید ترسره کولو هوډ درلود، موخې ته له رسېدو مخکې نیولی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي وایي، نیول شوی کس چې د طالبانو ډلې اړوند دی، د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ماین جوړولو، د وسلو تطبیقولو، د ترهګرۍ، چاودنو او ځانمرګي فعالیتونو په برخو کې یې روزنه لیدلې ده.
د هغه په وینا، نیول شوی کس پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره له کندوزه سمنګان ته راغلی و، خو تېره ورځ وروسته له غرمې هدف ته له رسېدو مخکې د حضرت سلطان ولسوالۍ په رده کلان سیمه کې چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې کرښه ده، نیول شوی دی.
سرچینې د دغه کس هویت نه دی څرګند کړی، وایي چې له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل کېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP