Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو رضاکار معیوب ناروغانو ته د وینې په پیدا کولو کې همکاري کوي

غزني ښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يو معيوب اوسېدونکى له پنځو کلونو راهيسې د خلکو ناروغانو ته د وړيا وينې په پيدا کولو کې همکاري کوي.

دغه کس جان محمد نومېږي، د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې د ګوزڼ واکسين د نه تطبيقولو له امله په ګوزن ناروغۍ اخته شوى او دا مهال يې دواړه پښې کار نه کوي.

هغه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د قره باغ ولسوالۍ د روغتون مخې ته ولاړ وي او له خلکو سره د وينې په پيدا کولو کې مرسته کوي.

ده وويل: ((زه دلته ولاړ یم، د چا چې وينه په کار شي، زه په ويلچر ځم، ګرځم کس ورته پيدا کوم ترڅو ناروغ ته وينه ورکړي.))

جان محمد په ورځني ژوند کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى او وايي چې زوى نه لري او درې لوڼې يې دي.

دى وايي: ((زه چې د خلکو ناروغانو ته د ويني لپاره کس پيدا کړم، نو څوک سل او څوک هم ١٥٠ افغانۍ راکوي چې په دې زما مشکلات هم نه حل کېږي خو زه غواړم چې خلکو ته مې خير ورسېږي.))

جان محمد زياتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې له سلګونو ناروغانو سره د وينې په پيدا کولو مرسته کړې ده.

ده وويل چې د وينې پيدا کولو ترڅنګ له خلکو سره د ورکو ماشومانو او څارويو په پيدا کولو کې هم همکاري کوي.

دى زياتوي: ((په ويلچر کې ګرځم، که دا څلور ټايره موټرسايکل راسره واى، نو د وينې پيدا کول او نور هر څه به مې پر خپل وخت ترسره کول.))

نوموړي له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د کور د کرايې او يا هم نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

په غزني کې د يوه خيريه بنسټ مشر عزيزالله قادري پژواک ته وويل چې جان محمد ډېر د خیر کار کوي او خلک ترې خوشحاله دي.

دى وايي: ((موږ ته يې اقتصادي حالات معلوم دي، خو بيا هم د خیر کار کوي او موږ ورسره مرسته هم کړې او پلان لرو چې بيا هم ورسره مرسته وکړو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.