ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د امريکا د دفاع له وزير سره د سولې او پوځي همکاريو په اړه خبرې کړې دي

ولسمشر د امريکا د دفاع له وزير سره د سولې او پوځي همکاريو په اړه خبرې کړې دي

author avatar
18 Nov 2020 - 15:21
ولسمشر د امريکا د دفاع له وزير سره د سولې او پوځي همکاريو په اړه خبرې کړې دي
author avatar
18 Nov 2020 - 15:21

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩) : ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د دفاع له نوي سرپرست وزير سر د سولې او پوځي همکاريو په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د لړم په ٢٨ مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې  ليکلي چې دا اړيکه پرون ماښام نيول شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې په دې ټيلېفوني اړيکه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او  د سولې پروسې په اړه په تفصيل سره خبرې وشوې.

د ولسمشر وياند دغه راز ويلي چې ولسمشر غني د امريکا ددفاع له وزير سره د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو سره د امريکا د دوامدارې همکارۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

صديقي وايي چې ددې مکالمې پر مهال دامريکا لوى درستيز جنرال مارک ميلي هم شتون درلود.

دا اړيکه په داسې حال کې نيول شوې، چې د امريکا ددفاع نوي سرپرست وزير کرسټوفر مېلر پرون له افغانستان څخه د شاوخوا ٢٥٠٠ نورو امريکايي سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ.

خو ناټو په بېړه له افغانستانه د سرتېرو له ايستلو سره مخالفت کړى دى.

د راپورونو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي عسکر او په عراق کې بیا۳۰۰۰ امریکايي عسکر شته چې د ماموریت عمده برخه کې افغان ځوکونو ته مشورې ورکول او روزنه ده.

مېلر ويلي وچې د عسکرو کمولو پلان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون راتلو په معنی نه دی او په وینا یې په داسې ډول به تر سره شي چې د امریکايي پوځیانو، ديپلوماټانو او استخباراتي کار کوونکو څخه به ښه ساتنه وشي.

امريکا غږ خبر ورکړى، چې ولسمشر ټرمپ دغه فرمان د افغانستان په وخت تېره شپه په ۱۲ بجو ورکړى دى.

بلخوا د امريکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین ویلي چې ولسمشر له خپلو خلکو سره کړې ژمنې عملي کوي.

پرون دامريکا ددفاع وزارت له خوا تر دې اعلان وروسته د ناټو سرمنشي کلک غبرګون وښود او ويې ويل چې په بېړه له افغانستان څخه د ځواکونو ايستل به خطرناکې پايلې ولري او ناټو به يې لوړه بيه پرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.