ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ سیاسي کولو مسایل دې لرې شي

ولسمشر غني: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ سیاسي کولو مسایل دې لرې شي

author avatar
18 Nov 2020 - 10:03
ولسمشر غني: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ سیاسي کولو مسایل دې لرې شي
author avatar
18 Nov 2020 - 10:03

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، باید له پاکستان سره سیاسي لیدلوری او همکارۍ پیاوړې شي او کوچني مسایل چې ترانزیټ او سوداګري یې سیاسي کړي دي، لرې شي.

له ارګه د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار عبدالرزاق داوود سره چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت، عوایدو بورډ او ګمرکونو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلي و، وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې عبدالرزاق داوود د افغانستان له اړوندو ادارو سره په خپلو کتنو کې د افغانستان او پاکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ په هوکړه لیک (اپټا) کې د شته ستونزو او ننګونو او په دغه هوکړه لیک کې د تعدیلاتو په اړه، معلومات وړاندې کړل.

نوموړي دې ته په اشارې چې په دغو کتنو کې پرېکړه وکړه؛ څو ننګونې ختمې او د پرمختګ پر لور ګام پورته کړو، وویل، د دواړو هېوادونو لپاره د ترانزیټي او سوداګریزو اړیکو مسئله مهمه ده.

د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار څرګنده کړه: "موږ په دغو کتنو کې په یوه نیت سره چې مخکنۍ ننګونې او ستونزې لري شي، پر مثبت لوري حرکت وکړو او د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ زیاتې شي، خبرې وکړې."

نوموړي دغه راز وویل، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ګروپونو غونډې په کابل او اسلام اباد کې جوړې شي.

عبدالرزاق داوود څرګنده کړه، کابل ته یې دغه سفر د سوداګرۍ په سکتور، ترانزیټ او اقتصادي اړیکو کې د لا زیات تفاهم ایجادولو په موخه ښه پیل دی او باید دوام ومومي.

هغه زیاته کړه، که په لار کې له ننګونو سره مخ کېږي، باید هغه د ګډ میکانیزم، تفاهم او همکارۍ له لارې حل کړي.

ولسمشر غني په دې ليدنه کې ويلي، د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره نیت او اراده مهمه ده او افغانستان دغه نیت لري چې د دغو اړیکو اساس کېږدي او پراختیا ورکړي، ننګونې حل او د سیمه ییز اتصال پر سترې اجنډا تمرکز وکړي.

هغه زياته کړه: "زموږ لیدلوری له سوېلي اسیا سره د مرکزي اسیا نښلول دي او په دغه اقتصادي دورنما کې ټول مهمې ګټې لري او دغه ګټې باید موږ نور سره یو ځای کړي."

ولسمشر غني څرګنده کړه، د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری عیار کړي او هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتيژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د تطبیق خنډ ګرځي، باید لرې کړي.

نوموړي وويل: "موږ باید په عملي توګه له ننګونو سره چلند وکړو؛ ځکه عمل د ترانزیټ د لا زیاتې اسانتیا او توکو د ازاد لېږد رالېږد لامل ګرځي. افغان سوداګر زیات لېوال دي چې د مرکزي او سوېلي اسیا له هېوادونو سره د وړاندوینې وړ سوداګریزې اړیکې ولري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.