کابل(پژواک،۲۸ لړم ۹۹): ټاکل شوې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سولې خبرو د ملاتړ د جذب لپاره نن ترکیې ته سفر وکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس په داسې حال کې ترکیې ته سفر کوي چې سبا (پنجشنبه) د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې عبدالله د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته سفر کوي.
هغه ویلي چې د ملي روغې جوړې شورا د رییس دغه سفر د سولې د هڅو لپاره د ملاتړ د جذب په موخه د سیمه ییزو سفرونو په لړ کې ترکیې ته ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې عبدالله په دغه سفر کې د ترکیې له ولسمشر سره د افغان سولې د هڅو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې عبدالله د سیمې په کچه د سولې بهیر د هڅو د ملاتړ د جذب لپاره ازبکستان او له هغه مخکې هند او پاکستان ته هم سفر کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن