ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​عمران خان به له افغان چارواکو سره پر سولې او اقتصادي همکاريو خبرې وکړي

​عمران خان به له افغان چارواکو سره پر سولې او اقتصادي همکاريو خبرې وکړي

author avatar
18 Nov 2020 - 15:46
​عمران خان به له افغان چارواکو سره پر سولې او اقتصادي همکاريو خبرې وکړي
author avatar
18 Nov 2020 - 15:46

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې لومړى وزير عمران خان به کابل ته د سفر پر مهال پر سولې او اقتصادي همکاريو ډېر تمرکز وکړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت له خوا د لړم په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې  لومړی وزير عمران خان د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه سبا د پنجشنبې په ورځ په لومړني رسمي سفر کابل ته راځي.

سرچينې زياته کړې چې د دغه سفر پر مهال به د بهرنيو چارو وزير، د سوداګرۍ او پاګونې سلاکار او ځيني نور لوړپوړي چارواکي د لومړي وزيرعمران خان ملتيا کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان به له ولسمشر غني سره دوه په دوه وګوري، بيا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو په کچه مذاکرات کېږي او بيا به ګډې خبرې غونډې ته وينا کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې ليدنو کتنو پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا، د افغان سولې پروسې او سيمه ييز اقتصادي پرمختګ او اقتصادي نښلتيا به خبرې کېږي.

سرچينې ويلي چې د لومړي وزير عمران خان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د راشه درشې لړۍ يوه کړۍ ده، تر دې مخکې تېر کال ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته سفر کړى او دغه راز دواړو مشرانو د نورو نړيوالو کنفرانسونو پر مهال هم ليدنې کتنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني هم تېره مياشت پاکستان ته په رسمي سفر تللي وو.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي پرون په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، ټاکل شوې ده چې هغه په دې اوونۍ کې افغانستان ته راشي.

صدیقي زیاته کړه چې د دواړه هېوادونو مناسبات به د دواړو دولتونو رهبرانو د بحث وړ موضوع وي.

صدیقي دې ته په اشارې چې په سیمه کې د افغانستان بهرنی سیاست، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده، زیاته کړه، د پاکستان له لومړي وزیر سره به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس په لیدنه کې د سیمه ییزې همکارۍ د څلورلارې په توګه د افغانستان پر موضوع او هغو فرصتونو تمرکز وشي چې له مرکزي اسیا سره د جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې په افغانستان کې شتون لري.ړ

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.