ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر امير او د نا ټو سرمنشي له ولسمشرغني سره د سولې په اړه خبرې کړې دي

د قطر امير او د نا ټو سرمنشي له ولسمشرغني سره د سولې په اړه خبرې کړې دي

author avatar
19 Nov 2020 - 09:22
د قطر امير او د نا ټو سرمنشي له ولسمشرغني سره د سولې په اړه خبرې کړې دي
author avatar
19 Nov 2020 - 09:22

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان تر سفر مخکې د قطر امير او د ناټو سازمان سرمنشي له ولسمشر اشرف غني سره د افغان سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې د افغان سولې، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه د خبرو لپاره د پاکستان لومړى وزير عمران خان نن کابل ته راشي.

له ارګ څخه د لړم په ٢٩مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ماښام ولسمشر اشرف غني او د قطرامير شيخ تيم بن حمد آلثاني ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې ټيلېفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ.

بلخوا د قطر دولتي اژانس خبر ورکړى، چې شيخ تميم او ولسمشر اشرف غني پر دوه اړخيزو اړيکو، او د سولې په اړه د وروستيو پرمختګونو په هکله خبرې کړې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ هم ولسمشر اشرف غني سره تېره شپه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ په ټويټر کې ليکلي، چې په دې اړيکه کې يې له افغان ولسمشر سره د ناټو د ماموريت، د افغان سولې پروسې د ملاتړ او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه خبرې وکړې.

هغه زياته کړې، ناټو به د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکاريو ته ادامه ورکوي، څو هغوى په ښه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړاى شي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د امريکا ددفاع نوي سرپرست وزيرکرسټوفر مېلر سره هم دافغان سولې پروسې او پوځي همکاريو په اړه خبرې اترې کړې وې.

دا اړيکې وروسته له هغه نيول شوې دي چې امريکا له افغانستان څخه تر راتلونکې مياشتې پورې د ٢٥٠٠ نورو سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ.

دغه راز له تېرو څو اوونيو راهيسې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې وې او هيڅ پرمختګ نه دى شوى.

خو ځينې سرچينې وايي چې تر يادو اړيکو وروسته هيله ده چې د قطر په مذاکراتو کې پرمختګونه رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.