Language

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): تازه موندنې ښيي چې په افغانستان کې ۱۱۲۶ داسې ماشومان چې تر ۱۹ کلونو کم عمرونه لري، پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او د کرونا وبا له امله په هېواد کې د اړمنو ماشومانو شمېر له ٥،٢٦ میلیون څخه ٨،١٢ میلیون ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ د اخته ۳۸زره کسانو له ډلې له ۱۱۲۶ ډېر داسې ماشومان دي چې عمرونه یې له ۱۹ کلونو کم دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون کمېشنرې راضیې صیاد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه کمېسیون د ماشومانو نړیوالې ورځې (د نوامبر اتمه) په مناسبت یاده څېړنه ترسره کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د روان کال د تلې میاشتې تر پنځمې په افغانستان کې ۳۸۶۴۱ کسان پر کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۱۱۲۶ (۲،۹ سلنه) یې ماشومان دي.

هغې وویل، له دې ډلې ۸۵ کسان (۷.۵٪) له اوو کلونو کم، ۱۹۰ تنه (۱۶.۹٪) له ۱۳ کلونو او ۸۵۱ کسان (۷۵.۶٪) تر ۱۹ کلونو کم عمر لري.

نوموړې دغه راز زیاته کړه چې پر کرونا ویروس د اخته ۱۱۲۶ ماشومانو له ډلې شپږ کسان مړه شوي چې یوه نجلۍ او پنځه هلکان دي.

یاده څېړنه په ډاګه کوي چې پر کرونا ناروغۍ له اخته کېدو څخه د مخنیوي لارو چارو او د کرونا وبا پر خطر د پوهېدو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو کې ستونزې موجودې دي.

سرچینې د بېلګې په توګه لیکلي چې د ۱۳۹۹ کال په لومړیو میاشتو کې د فاریاب ولایت ۲۹ سلنه اوسېدونکو د کرونا ویروس په اړه معلوماتو ته لاسرسی نه درلود.

مېرمن صیاد د کرونا بحران او ماشومانو تغذیې ته په اشاره وویل، له ماشومانو د ساتنې بنسټ له خوا د ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او په عملي ډول ۲.۹ سلنه هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو ټيټ دی، له حادې خوارځواکۍ ځورېږي.

کمېسیون لیکلي: ((له کرونا مخکې په افغانستان کې ۵.۲۶ میلیون ماشومانو انساني او بشردوستانه مرستو ته اړتیا درلوده خو د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته دغه شمېر ۸.۱۲ میلیون ته پورته شوی دی.))

په یاده څېړنه کې د کرونا ویروس د خپرېدو په جریان کې زده کړو ته د ماشومانو لاسرسي ته هم اشاره شوې چې د ماشومانو د ساتنې بنسټ موندنې ښيي چې د کرونا بحران پر مهال ۱۰ میلیون ماشومان ښوونځي او ښوونیزو مرکزونو ته له تلو محروم شوي دي.

سرچینې روښانه کړې چې د پوهنې وزارت انلاین زده کړې هم چندان ګټورې نه دي او د بېوزلۍ، په سیمه کې د انټرنېټ نه موجودیت او د ټيلېفون او کمپیوټر لپاره د برېښنا د نه شتون له امله ډېرو زده کوونکو له انلاین زده کړو ګټه نه ده پورته کړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.