کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د ميدان ښار په بازار کې د چاودنې له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او د يوې مېرمنې په ګډون اته نور ټپيان دي.
د ميدان وردګو د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د ميدان ښار په بازار کې وشوه.
هغه زياتوي: «متاسفانه په نننۍ چاودنه کې د يوه ماشوم په ګډون دوه کسان شهيدان شوي، د يوې مېرمنې په ګډون اته نور ملکي وګړي ټپيان دي چې د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت خراب و.»
خو د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي محمد هوفياني وايي، په ميدانښار کې دغه مرګ ژوبله د ماين چادونې له امله نه، بلکې د وسله والو مخالفينو له خوا د ميزایل توغندي توغولو له امله رامنځته شوې ده.
دی زياتوي، لومړني معلومات ښيي چې دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.