غزني ښار (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٩): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې يوه پلار خپل دوه زامن او يوه لور پر ډزو وژلي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د ليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د جاغوري ولسوالۍ په چال سيمه کې يو پلار د کورني اختلافاتو له امله پر خپلو اولادنو ډزې کړې دي.
دى وايي چې په ياده پېښه کې د دغه سړي دوه زامن او يوه پېغله لور وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه کس له سيمې څخه تښتېدلى و چې بيا وروسته له يو بل کس سره يوځاى د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
خو بل لورته د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې دغه کس خپل يو زوى او يو بل کس وژلي دي.
ده وويل، د پېښې اړوند څېړنې پيل شوي چې نور معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړاى شي.
د يادونې ده چې دغه ډول پېښې ډېرى وخت د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP