ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو په اړه د پاکستان د ژمنې هرکلى کړی

خليلزاد په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو په اړه د پاکستان د ژمنې هرکلى کړی

author avatar
23 Nov 2020 - 11:35
خليلزاد په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو په اړه د پاکستان د ژمنې هرکلى کړی
author avatar
23 Nov 2020 - 11:35

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د هغې ژمنې هرکلى کړی چې په افغانستان کې يې د تاوتريخوالي کمولو په اړه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان سره د سولې پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه اعلاميه هم خپره شوه.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د مثبتونو پرمختګونو هرکلى کړى دى.

هغه د لېندۍ په ٣مه په خپل ټويټر کې ليکلي که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوې ګډه اعلاميه عملي شي؛ نو دا به په سيمه کې د سولې او پرمختګ لپاره يو ښه چانس ثابت شي.

نوموړي زياته کړې، کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له سفر سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو اندېښنې راکمې شي.

خليلزاد ويلي: “زه دواړو هېوادونو ته مبارکي ورکوم چې په ګډه قطعنامه کې يې مهمو نقطو ته اشاره کړې ده.”

د هغه په وينا، په دې ګډه اعلاميه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به خپلې خاورې د یو بل پر ضد کارولو ته اجازه نه ورکوي.

د امريکا ځانګړي استازي دغه راز د پاکستان د هغې ژمنې هرکلى هم کړى چې غواړي په افغانستان کې د تاوتريخوالي په کمولو کې همکاري وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.