Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د افغانستان په تېره ١٤ کلنه جګړه کې ٢٦زره ماشومان معلول او یا وژل شوي دي”

کابل (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٩): د ماشومانو خونديتوب نړيوالې ادارې ويلي چې د تېرو ١٤ کلونو پر مهال د افغانستان په جګړه کې څه باندې ٢٦زره ماشومان وژل شوي او يا هم معلول شوي دي.

د “سېف د چيلډرن” په نوم یادې نړيوالې ادارې په خپل يو تازه راپور کې چې پرون خپور شوى ويلي، افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په ١١ خطرناکو هېوادونو کې حسابېږي.

په دغه راپور کې راغلي چې له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٩ کال پورې په افغانستان کې ٢٦٠٢٥ ماشومان په جګړو کې وژل شوي او يا هم معلول شوي دي.

دغه راپور د افغانستان په تړاو د جنيوا مرستندوی کنفرانس له پيلېدو سره هم مهاله خپور شوى دى.

د ماشومانو خونديتوب نړيوالې ادارې په دغه راپور کې راغلي چې د ٢٠١٧ او ٢٠١٩ زېږديزو کلونو ترمنځ په افغانستان کې پر ٣٠٠ ښوونځيو بريدونه شوي چې له امله يې ٤١٠زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې له افغانستان سره له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ماشومانو زده کړو په برخه کې خپلې مرستې زياتې کړي، څو دغه قشر ته يې ډېره ګټه ورسېږي.

د يادې نړيوالې ادارې مشر کريس نيامندي ويلي چې افغان ماشومان د وېرې په حالت کې ژوند کوي، هر وخت ورته دا وېره وي چې په ګواکې په ځانمرګي يا هوايي بريد کې ونه وژل شي.

هغه زياته کړې، د افغان ماشومان میندې او پلرونه هم هر وخت خپلو اولادونو ته اندېښمن وي چې په جګړو او بريدونو کې ونه وژل شي او يا هم معلول نه شي.

نيامندي ويلي چې د کرونا وبا افغان ماشومان له نورو ستونزو سره مخ کړي او له زده کړو يې بې برخې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې ٥٠ سلنه ماشومان زده کړو ته لاسرسى نه لري چې له دې ډلې ٦٠ سلنه یې نجونې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.