ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د مرکچي پلاوي څلور نور غړي نن کابل ته راستنېږي

د دولت د مرکچي پلاوي څلور نور غړي نن کابل ته راستنېږي

author avatar
24 Nov 2020 - 13:12
د دولت د مرکچي پلاوي څلور نور غړي نن کابل ته راستنېږي
author avatar
24 Nov 2020 - 13:12

کابل (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٩): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي څلور غړي د يوې اوونۍ لپاره نن کابل ته راځي او د یاد پلاوي مشر معصوم ستانکزى به نن بېرته دوحې ته ستون شي.

په قطر کې يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لېندۍ په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، په یادو څلورو کسانو کې شريفه زرمتۍ، محمد ناطقي، حفيظ منصور او جنرال ايوب انصاري شامل دي او د يوې اوونۍ په مخه د شخصي کارونو په موخه کابل ته ځي.

سرچينه وايي چې د دغو کسانو وخت په قطر کې ډېر وتلى و، نو دوى به له يو څه مودې دمې وروسته بېرته دوحې ورشي.

د سرچينې په خبره چې ټاکل شوې د دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزى چې اوس په کابل کې دى، د قطر په وخت شاوخوا پنځه بجې دوحې ته ورسېږي.

د دولت د مرکچي پلاوي له يادو څلورو غړو يوه يې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې دوى د يوې اوونۍ لپاره د شخصي کارونو په موخه نن کابل ته ځي او د مرکچي پلاوي غړي کولى شي چې دغه ډول سفر وکړي.

دغه راز د پلاوي دغه غړي وويل چې نن به د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزى بېرته دوحې ته لاړ شي؛ ځکه چې هغه رييس دى او مسووليتونه يې زيات دي.

له دې مخکې د یاد پلاوي مشر معصوم ستانکزى د لړم په ٢٩مه په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو طرزالعمل له نهايي کېدو وروسته چې بحث يې شاوخوا دوه نيمې مياشتې وخت ونيو، له ولسمشر سره د مشورو په موخه کابل ته راغلى و.

دغه راز له هغه مخکې د مرکچي پلاوي شپږ نور غړي، سيد منصور نادري، متين بېک، فوزيه کوفي، کليم الله نقيبي، باتور دوستم او فاروق مجروح هم کابل ته راغلي وو چې ځيني تر اوسه بېرته نه دي ستانه شوي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ رسماً د سولې خبرې پيل شوې، د خبرو د پیل په مراسمو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو په ګډون د بهرنيو چارو وزيرانو او په قطر کې مېشتو سفيرانو برخه درلوده.

دغه راز په دغو مراسمو کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير حنيف اتمر هم ګډون کړى و.

له يادو مراسمو وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه او دې ډلې د سولې د خبرو په طرزالعمل باندې په عمومي او ګروپي ناستو کې خبرې پيل کړې.

د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخې ته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل.

دغه او پر ځینو نورو مسایلو اختلاف د دې لامل شو چې د طرزالعمل په اړه بحث څه باندې دوه میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخت به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به پر خپل وخت نه ترسره کېدې.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.