کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٩): د ناټو عمومي سرمنشي وايي چې اوس په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو وخت نه دی.
د ناټو عمومي منشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د ناټو د پارلماني شورا ۶۶مې غونډې ته کړې او زياته کړې یې ده چې له متحدينو يې يو هم نه غواړي چې له اړتیا وړاندې په افغانستان کې پاتې شي.
هغه زياته کړې: “دا هم نه شو کولی چې دا خطر ومنو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل شي چې زموږ پر هېوادونو باندې بریدونه طرحه او تنظیم کړي. ”
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون راکمېدو او په هغه هېواد کې د داعش ترهګريزو فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي: “نه شو کولای داعش ته اجازه ورکړو چې افغانستان د خپل ترهګريز خلافت مرکز کړي، کوم چې په سوریه او عراق کې یې له لاسه ورکړ. ”
سټولټنبرګ دغه راز ويلي، په افغانستان کې د ناټو راتلونکی ماموریت به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د فبرورۍ په میاشت کې جوړېږي، مشخص شي.
هغه په افغانستان کې د ناټو ماموریت د دوام په اړه پرېکړه ستونزمنه وبلله او ویې ویل: “یا پاتې کېږو او د پوځي ماموریت د دوام بیه ادا کوو، یا هم وځو او د حاصل شوو لاسته راوړنو بایللو خطر او د سولې د بهیر تزلزل منو. ”
د ناټو عمومي منشي وویل چې اوس په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو وخت نه دی.
نوموړي زياته کړې: “باید په یاد ولرو چې یو ځای افغانستان ته تللي وو او هر وخت چې فرصت مناسب وي، په یو همغږې کړنلاره له هغه هېواده باید یو ځای سره ووځو. ”
د امریکا- طالبانو د موافقې له مخې چې د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې په دوحه کې لاسلیک شوه، په هغه صورت کې چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون له ترهګرو ډلو سره د اړیکو غوڅولو، تاوتریخوالي کمولو او د افغانستان له حکومت سره د مذاکراتو په اړه خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، بهرني ځواکونو به د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.
خو د یادونې ده، تر اوسه نه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات په رسمي بڼه پیل شوي او د امریکایي پوځي مقاماتو په وینا، نه هم د طالبانو ډلې د القاعده له شبکې سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه قطع کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP