ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګرو د بلخ ګمرک او حيرتان بندر د تړلو ګواښ وکړ

سوداګرو د بلخ ګمرک او حيرتان بندر د تړلو ګواښ وکړ

author avatar
24 Nov 2020 - 16:48
سوداګرو د بلخ ګمرک او حيرتان بندر د تړلو ګواښ وکړ
author avatar
24 Nov 2020 - 16:48

مزارشريف ( پژواک، ۴ليندۍ ۹۹) : د بلخ ولايت لسګونو سوداګرو ګواښ وکړ چې که يې تر راتلونکې پنجشنبې پورې ګمرکي ستونزې حل نه شي؛ نو د بلخ ګمرک او حيرتان بندر دروازې به د اعتراض په ډول وتړي.

سوداګرو د ليندۍ په ۴مه، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې په تالار کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، ویل يې چې د فوايد عامې وزارت نوې مقرره ورته د منلو وړ نه ده.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس آرش يونسي پژواک ته وويل، چې له يوې خوا روانې جګړې او نا امنيو او له بل پلوه د حکومت غير معياري اقدامات د دې لامل شوي، چې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغه زياته کړه، چې په تازه ګام کې ټولګټو وزارت د باروړونکو موټرو د وزن او محصول برخه کې نوې مقرره جوړه کړې، چې هېڅ ډول سوداګريز او اقتصادي معيارونه په کې نه دي مراعات شوي.

ده وويل: (( د فوايد عامې وزارت په نوې مقرره کې ويل شوي، چې د موټر د وزن په شمول، يو شرکت کولی شي، چې ۳۸،۵ ټنه مواد له يو ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي، خو له دې خبر نه دي، چې د ګازو او تيلو د يوه موټر وزن ۳۴ ټنه دی، موږ حيران يو چې دا مقرره چا جوړه کړې او هدف يې څه دی)).

د يونسي په خبره، د دغسې مهمو مواردو په اړه د نويو طرزالعملونو جوړېدو برخه کې اړتيا ده چې له سوداګرو سره بايد مشوره شوې وای.

هغه ګواښ وکړ، چې د همدې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې حکومت او فوايد عامې وزارت ته مهلت ورکوي، چې د بلخي سوداګرو ستونزه حل کړي.

د ده په وينا، که ياده ستونزه حل نه شوه؛ نو سوداګر به د بلخ ګمرک او حيرتان بندر دروازې وتړي او همدا راز به د محصول له ورکړې هم ډډه وکړي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي، چې په حيرتان بندر کې د بيروکراسۍ او فساد له امله د پانګونې کچه راټيټه شوې ده.

يونسي وويل: (( يو وخت موږ درې زره واړه او لوی شرکتونه درلودل، چې په حيرتان بندر کې يې پانګونه کوله؛ خو اوس دغلته د ټولو پانګوالو شرکتونو شمېر له پنځه سوه څخه نه اوړي)).

هغه زياتوي، چې د فساد تر څنګ نا امني او جګړه هم د دې سبب شوې، چې د پانګونې کچه ټيټه شي.

د بلخ يوه سوداګر خيرالدين مايل پژواک ته وويل، چې فوايد عامې وزارت بايد ژر تر ژره د ګمرکونو لپاره پر خپلې جوړې شوې نوې مقررې باندې بيا کتنه وکړي.

د مايل په خبره، په نوې مقرره کې هېڅ معيار او د سوداګر اړتياوې او اسانتياو په نظر کې نه دي نيول شوي.

نوموړي زياته کړه، چې د حکومت دغه ډول اقدامات د دې سبب کېږي، چې سوداګر له پانګونې څخه مخ واړوي.

د هغه په وينا، دغه ستونزه يې د بلخ له سيمه ييزو چارواکو سره هم شريکه کړې ده؛ خو لا يې هم د حل په برخه کې کوم مثبت ګام نه دی پورته شوی.

هغه له حکومت او فواید عامې وزارت څخه وغوښتل، چې نوې مقرره کې بايد د سوداګرو غوښتنې او وړانديزونه په نظر کې ونيسي.

د نفتي توکو يوه سوداګر اجمل ساپي پژواک ته وويل، چې يو شمېر کسان سوداګرو ته د ستونز جوړولو له لارې غواړي؛ څو مالي فساد ته لاره هواره کړي.

د هغه په وينا، ياده مقرره د هېواد د ټولو ګمرکونو لپاره جوړه شوې؛ خو په خبره يې چې يواځې بلخ کې يې د عملي کېدو لپاره ګام اخيستل شوی.

د دغه سوداګر په خبره، که غږ يې وانورېدل شي؛ نو خپله به له پنجشنبې وروسته د ګمرک دروازه وتړي او تر هغه به يې اعتراض روان وي، چې ستونزه يې نه وي حل شوي.

د بلخ سوداګر په داسې مهال د دغه ولايت په ګمرک او حيرتان بندر کې د ستونزو په تړاو اعتراض کوي، چې تازه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د حيرتان بندر د تصفيې خبره کړې ده.

صالح د کابل د شپږ نيمو بجو امنيتي غونډه کې ويلي، چې حيرتان بندر کې د فساد په تړاو يې دوسيه ترتيب او بشپړه کړې ده.

هغه همدا راز ويلي، چې يوه ځانګړې حلقه د بلخ حيرتان بندر په خپله قبضه کې لري او دولتي امکانات لوټي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.