ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د وېنټلاټورونو کاروونکي اړینې زده کړې نه لري

افغانستان کې د وېنټلاټورونو کاروونکي اړینې زده کړې نه لري

author avatar
25 Nov 2020 - 16:53
افغانستان کې د وېنټلاټورونو کاروونکي اړینې زده کړې نه لري
author avatar
25 Nov 2020 - 16:53

کابل (پژواک، ۵ قوس ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې افغانستان اوس کافي وېنټلاټورونه لري، خو د دغو الو کاروونکي په داسې حال کې اړینې زده کړې نه لري چې د وېنټلاټور ناسمه کارونه د مړینې لامل کېږي.

کرونا ویروس شاوخوا یو کال مخکې لومړی په چین او بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپور شو او تر اوسه (د لیندۍ پنځمه) نړۍ کې د دغې ناروغۍ له امله تر یو عشاریه څلور میلیونو زیات کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې د لړم تر پنځمې افغانستان کې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ ۴۵۹۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او له دغې ډلې ۱۷۲۸ تنه مړه او ۳۶۱۴۵ نور بېرته روغ شوي دي.

افغانستان کې د دغې ناروغۍ پېښې د تېر کال له سلواغې میاشتې د روان کال د غویي تر ۲۶مې، ورځ تر بلې ډېرېدې او ورځنی شمېر یې تر شاوخوا زرو ورسېد.

تر دې وروسته ورځ تر بلې د دغې ناروغۍ پېښې مخ پر کمېدو شوې او شمېر یې هره ورځ لسګونو ته راولوېد، خو اوس چې افغانستان کې د دغې ناروغۍ دویمه څپه پیل شوې، راپورونه ښیي چې په تېرو ۱۱ ورځو کې (د لړم له ۲۴مې، د لیندې تر څلورمې) ۲۴۵۵ مثبت پېښې ثبت شوي چې د هرې ورځې منځنۍ کچه یې ۲۲۳ کیږي.

افغانستان اوس کافی وېنټلاټورونه لري

وينټېلاټور(medical ventilator) هغه اله ده چې له لارې یې ناروغ ته مصنوعي تنفس ورکول کېږي. پر کوويډ – ۱۹ ناروغۍ اخته ځینې کسان هم له تنفسي ستونزې سره مخ کېږي او د درملنې لپاره یې په روغتونونو کې له دغې الې کار اخيستل کېږي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د دغو الو له کموالي شکایتونه شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روان کال په چنګاښ میاشت کې ویلي و چې افغانستان کې ۲۷۲ وينټلاټورونه شتون لري، خو د دغه وزارت د وياند مرستيال نورالله تره کي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت اوس نورې دغه الې هم تر لاسه کړي، دا مهال هېواد کې ۱۰۲۰ وېنټلاټورونه شته او اړتیا ته په پام د مرکز او ولایتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه افغانستان کې د کرونا ویروس د دویمې څپې پیل ته په پام وایي چې یاد تر زرو زیات وېنټلاټورونه اړتیا پوره کولای شي؛ ځکه چې پر کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته ډېر کسان داسې وي چې وېنټلاټور ته یې اړتیا نه پیدا کېږي.

افغانستان کې د جدي مراقبت (ICU) د څانګې يو متخصص چې نه غواړي نوم یې څرګند شي هم وایي چې د افغانستان نفوس ته پام یاد شمېر وینټلاټورونه کفایت کوي.

د ده په وينا، په دې اړه په ټوله نړۍ کې يو خاص سيسټم شته، چې له مخې یې د وينټلاټورونو او جدي مراقبت بسترونو کچه څرګندېږي.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې د امريکا په متحده ايالتونو کې د هرو سلو زرو کسانو لپاره ۳۵ د جدي مراقبت بسترونه – چې وېنټلاټورونه هم په کې شامل دي- په پام کې نيول کېږي.

د ده په وینا، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې بيا د سلو زرو تنو لپاره له دوو تر پنځو دغه ډول بسترونه په پام کې نیول کېږي.

سرچينه زياتوي:«که موږ د افغانستان نفوس په پام کې ولرو او هرو سلو زرو کسانو ته درې د ای سي یو بسترونه په پام کې ونيسو، نو موږ بايد په ټول هېواد کې د ای سی یو ۱۰۵۰ بسترونه ولرو، خو دا چې د ۱۰۵۰ بسترونو ټول کسان وينټېلاټورونو ته نه ځي؛ نو که موږ په افغانستان کې۵۰۰ وېنټلاټورونه ولرو، کفايت کوي.»

د ده په وینا، که هغه شمېر وېنټلاټورونه هېواد کې موجود وي چې عامې روغتیا وزارت یې شمېر ښیي؛ کمبود څه چې زياتوالی هم کوي، خو چې په سم ډول مديريت شي.

دی زياتوي:«په دې شرط چې دغه وېنټلاټورونه ټول فعال وي، يعنې کوم خاص مشکل ونه لري، ډاکټران ورباندې پوه وي او د دې ناروغانو د تداوۍ او منجمنت بر علاوه، نور شيان هم په کار دي چې باید موجود وي، د بېلګې په ډول د اِ بي جي (ABG) ماشين چې له مخې یې د ناروغانو صحي وضعيت و پېژندل شي او کافي درمل هم شتون ولري.»

هغه د اِ بي جي (ABG) ماشینونو په اړه وایي: « افغانستان کې له اووه تر لسو فعال دي، له دې پرته نور نشته کېدای شي غیر فعال وي.»

دی وایي اړینه ده چې افغانستان کې لږ لږه تر سلو فعال دغه ډول ماشینونه شتون ولري، ځکه چې اِ بي جي (ABG) ته د وېنټلاټور د سترګې خطاب کېږي او له لارې یې وينه کې د کاربن ډای کسايډ او اکسېجن حالت معلومېږي.

د دغو ماشینونو د کمښت موضوع مو له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

 د وېنټلاټورونو کاروونکي اړینې زده کړې نه لري:

د عامې روغتیا وزارت وایي، د وینټلاټورونو د کارولو لپاره ۵۰۰ تنو ته له درېیو تر اتو ورځو زده کړې ورکړل شوي، خو د چارو یو متخصص دغه زده کړې کافي نه بولي، وایي چې د وېنټلاټور د کارولو لپاره لږ تر لږه درې میاشتنیو زده کړو ته اړتیا ده.

د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستيال نورالله تره کی وایي، افغانستان کې د کرونا ويروس تر خپرېدو شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته د دې اړتيا وليدل شوه چې د وېنټلاتورونو د کارولو او بېړنيو خونو (ICU) د مدیریت په برخو کې کسانو ته روزنه ورکړل شي.

هغه وویل چې تر اوسه ۵۰۰ د روغتیایي چارو متخصصینو، ډاکټرانو او نرسانو ته په دې برخه کې له درېیو تر اتو ورځو زده کړې ورکړل شوي او دا لړۍ دوام لري.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې له یادو کسانو څخه ډېر یې متخصصین، او ورپسې نور ډاکټران او نرسان دي.

د ده په وينا، دغه روزنه د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) له خوا ورکړل شوې ده.

دغه موضوع مو افغانستان کې د یاد سازمان له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د جدي مراقبت د څانګې یاد شوی متخصص هم تاییدوي چې افغانستان کې۵۰۰ کسانو ته په دې برخه کې تر اتو ورځو روزنه ورکړل شوې، خو وایي چې دغه روزنه کافي نه ده.

هغه وایي:« که چېرې يو کس غواړي چې په پوره ډول د وېنټلاټور مسلکي کس شي او په دې برخه کې کافي تجربه ترلاسه کړي، نو لږ تر لږه دوه کاله روزنې او عملي کار ته اړتيا لري او که چېرې غواړي لږه تر لږه د وېنټلاټور پر کارولو وپوهېږي نو درې مياشتې روزنې او عملي کار ته اړتيا ده.»

خو تره کی بیا وایي چې د وېنټلاتور کارول ډېر سخت نه دي او د روغتیایي چارو یو متخصص کولای شي اتو ورځو کې د وېنټلاټور کارول زده کړي او نرسانو ته هم د کارولو پر مهال روزنه ورکړي.

 «د روزل شویو کسانو اوسنی شمېر کافي نه دی»

یاد متخصص وایي:«د وينټېلاټور يا آی سي یو څانګې کارکوونکي بايد د ناستې لپاره هېڅ وخت ونه لري او تل د مراقبت په حال کې وي، تر اتو ساعتونو بايد ډېر کار ونه کړي، ځکه دغه کس د اتو ساعتونو په جریان کې له روحي او فزيکي پلوه ډېر سخت ستړی کېږي؛ نو د اتو ساعتونو په جريان کې يو ډاکټر او دوه نرسان کولای شي دوه وينټېلاټورونه کنټرول او وکاروي.»

د هغه څرګندونو ته په پام، د ۱۰۲۰ وېنټلاټورونو د کارولو لپاره ۵۱۰ ډاکټرانو او ۱۰۲۰ نرسانو ته اړتیا ده، خو که د هغه په وینا افغانستان کې ۵۰۰ وینټلاټورونه کفایت وکړي، نو بیا ویلى شو چې ۷۶۵ تنو (۲۵۵ ډاکټرانو او ۵۱۰ نرسانو) ته اړتیا ده.

خو د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال وایي چې دا مهال ۵۰۰ روزل شوي کسان کفایت کوي.

د تره کي په وينا، تر اوسه د دې اړتیا نه ده لیدل شوې چې ټول وېنټلاټورونه بايد وکارول شي، خو که اړتيا شوه نو د عامې روغتيا وزارت ورته د تیاري په حال کې دی او د کسانو روزنه هم دوام لري.

تره کي په دې اړه چې هر دوو وېنټلاټورونوته یوه متخصص او دوو نرسانو ته اړتیا ده، وویل:«دا سمه ده، کېدای شي په نوره نړۍ کې همداسې وي، خو موږ په افغانستان کې دومره امکانات نه لرو، مثلا که موږ چين او يا د امريکا متحده ایالتونه وګورو د هغوی امکانات او د افغانستان امکانات ډېر توپير لري.»

هغه زیاتوي:«هر وېنټلاټور ته يو متخصص ګومارل ستونزمن کار دی، په یو اتاق کې تقریبا يو متخصص د وېنټلاټورونو وي، هغه بیا اسیستانت او نرسان لري، هغوی ته هدایت کوي چې هر وېنټلاټور په کومه اندازه نصب شي او همداسې ورنه استفاده کوي؛ نو په همدې اساس د وېنټلاټور يو متخصص د جدي مراقبت په خونه کې وي.»

تره کی وايي، دا چې کوویډ – ۱۹ ناروغي نوې ده؛ نو ځکه په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د وېنټلاټور داسې کس چې لږ تر لږ دوه کاله يې زده کړې کړې وي، نشته.

د وېنټلاټور ناسم کارول د مړینو لامل شوي؟

افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال داسې ګنګوسې وې چې وېنټلاټور ته وصل شوي پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له اخته کسانو ډېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې «نیویارک پوست» شاوخوا شپږ میاشتې مخکې راپور خپور کړی و چې ان نیویارک کې وېنټلاټور ته د کوویډ – ۱۹ ناروغانو وصل کول د مرګ د سزا په مانا و.

سرچینې لیکلي و چې نیویارک کې د نارتوېل هیلت (Northwell Health) روغتیایي مرکز کې د روان کال په مارچ کې د اپریل تر لومړیو له درېیو، دوه برخې وېنټلاتور ته وصل شوي ناروغان مړه شوي او د مړینې دا ډول کچه په نورو روغتونونو کې هم ورته وه.

پژواک په دې اړه چې افغانستان کې دغه ستونزه وه او که څنګه؛ د جدي مراقبتونو له یاد متخصص څخه وپوښتل. هغه وویل:«سله په سله دا خبره سمه ده؛ له بده مرغه د کرونا ناروغۍ پر مهال ډېرو کسانو د وېنټلاتور تر ماشين لاندې ځکه خپل ژوند له لاسه ورکړی چې فني کس نه و، تر څو په سم ډول کار ورنه واخيستل شي.»

د هغه په وینا، افغانستان کې د مسلکي کسانو د نه شتون له امله له وېنټلاټورونو هسې ګټه نه ده اخیستل شوې، لکه څرنګه چې اړینه ده.

د ده په وينا، افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال د روغتیایي چارو یو شمېر کسانو هم ژوند له لاسه ورکړ. دی وایي، افغانستان کې لومړنی پر کرونا اخته ډاکټر هم د وېنټلاټور د سم نه کارولو له امله ومړ.

خو د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال وایي، دا سمه نه ده چې وېنټلاټور ته وصل شوي ډېر کسان مړه شوي او لامل یې دا دی چې وېنټلاټورونه سم نه دي کارول شوي.

تره کی وايي:«دا د دومره کسانو درملنه چې شوې او دا دومره ناروغان چې بېرته روغ شوي، دا څه دي؟ دا سم کارول نه دي نو څه دي؟ داسې نه ده، موږ په دې برخه کې مسلکي کسان لرو او ښه خدمات مو وړاندې کړي دي.»

هغه زیاتوي:«دا چې دا ناروغي په افغانستان او نړۍ کې نوې وه، په اړه يې ډېر معلومات نه و؛ ممکن کومه تخطي او ستونزه رامنځته شوې وي؛ ځکه انسان ده له ستونزو سره مخ کیږي او بل پلو ماشين ده، ممکن تخنيکي ستونزې رامنځته شوې وي؛ خو داسې نه ده چې ټول هغه کسان چې مړه شوي د وېنټېلاټور د ناسم کارونې له امله دي.»

د ده په خبره، وېنټلاټور ته وصل شویو ناروغانو کې د مړینې کچه ځکه لوړه وي چې دغه ماشین ته هغه کسان وصل کېږي چې روغتیایي وضعیت یې ۸۵ سلنه وخیم وي.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.