محمود راقي (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۹): د کاپیسا چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو ماشو م مړ شوی او څلو نور کسان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د یاد ولایت د مرکز محمود راقي په شوخي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله یو ماشوم چې د بغلان د ډنډغوري اوسېدونکی و، مړ شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د ترافیکو د منسوبینو له خوا ژر د ده علي بابا روغتون ته وړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه یو موټر چلوونکی نیول شوی او پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه او ګړندى تګ یاد کړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن