ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د فعالولو غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د فعالولو غوښتنه وکړه

author avatar
27 Nov 2020 - 10:18
اروپايي ټولنې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د فعالولو غوښتنه وکړه
author avatar
27 Nov 2020 - 10:18

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې داړوندو هېوادونو استازو په يوه ګډه اعلاميه کې پر افغان دولت غږ کړى دى چې سمدلاسه دې د ملي مصالحې عالي شورا فعاله کړي.

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو ترجنجالي کېدو وروسته د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ  سياسي هوکړه کې د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا جوړېدل هم شامل وو.

که څه هم ډاکټر عبدالله ددې شورا مشر ټاکل شوى، خو تر اوسه نه ددې عالي شورا غړي بشپړ شوي او نه هم په عملي توګه فعاله شوې ده.

په افغانستان کې د یو شمېر مېشتو اروپایي ټولنو استازو په يوه ګډه اعلاميه کې په يوه پر افغان دولت غږ کړی دی چې دغه شورا دې په عمل کې هم رامنځته او فعال شي.‌

سرچينې زياته کړې، چې په دې شورا کې له سیاسي‌ مشرانو سره، سره باید ښځې، د جګړې قربانیان، دیني لږکۍ، مدنې ټولنې او ځوانان هم شامل وي.

یادې ټولنې ویلي، د سولې خبرو د یوې دوامداره پایلې لپاره غوره ده چې د افغان دولت په لیکو کې سیاسي یووالی وي، او په دې بهیر کې د افغانانو غږ شامل وي.‌

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې ولسمشر غني د دې شورا لپاره شاوخوا پنځوس غړي اعلان کړل، خو ډاکټر عبدالله د ولسمشر له دې فرمان سره مخالف وکړ او ټینګار یې کاوه چې د دې شورا د غړو ټاکل د سیاسي هوکړې له مخې د ده واک دی.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا اختلاف پر خپل ځای، خو عمل کې دې شورا تر اوسه هم له خپلو ټاکل شویو اهدافو او واک سره سم فعالیت نه دی پیل کړی.

بلخوا د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې ددې اعلاميې هرکلى کړى دى.

هغه پخپل ټويټر پاڼه کې له ولسمشر غني سره سياسي هوکړې ته په اشارې سره ويلي، چې ډېر ژر به ددې عالي شورا ټول غړي نهايي شي، څو د سولې پروسې ته سرعت ورکړل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.